د فرانسې د انقلاب پر مهال د فرانسې ملکې ته تر ټولو نامتو نسبت شوې جمله ” کېک او کلچې دې وخوري” ده. دا کیسه داسې نقل شوې چې ملکې ته چا ووېل ستا یو بزګر ډوډۍ نلرله او له ولږې مړ کېده. ملکې ځواب ورکړ چې ” کېک او کلچې دې وخوري” دا حکایت ځکه شوی چې د وضعیت په اړه د ملکې غفلت وښي. داسې وښي چې هغه په دې نه پوهېده چې کېک او کلچې تر ډوډۍ قیمته دي. خو پوښتنه داده چې ایا ریښتیا ملکې همدا ډول ځواب ورکړی وو؟
ډېر خلک ګمان کوي چې ممکن ملکې په فرانسوۍ ژبه داسې ویلي وي (Qu’ils mangent de la brioche) مانا یې داده چې بریوش دې وخوري او بریوش یو ډول فرانسوۍ ډوډۍ ده چې له اوړو سره له ګډو شو هګیو او کوچو پخیږي او تر عامې ډوډۍ قیمته ده. خو دا فرضیه هم د کیسې اصلي ټکی چې د فرانسې د شاهي کورنۍ غفلت وو نشي بدلولای.
د دې کیسې په اړه کوم تاریخي شواهد یا اسناد هم نشته. نو بله پوښتنه داده چې دا جمله له کومه راغله او څرنګه ماري انتوانېت سره تړاو ورکړل شو؟ د دې کیسې په اړه فولکلوري محققانو څېرنه کړې او بلاخره دا کیسه یې د یوې جرمنۍ ملکې په اړه چې ۱۶ پېړۍ کې وه پیدا کړې خو د کیسې موضوع بدله ده. په یوه کیسه کې د جرمنۍ ملکې په اړه لیکل شوي چې هغې ویلي وو ولې خوار بیچاره غریب خلک کروسیم (krosem) یا خوږده ډوډۍ نخوري ؟
لمړۍ ځل چې ګمان کیږي د ملکې په اړه یې دا جمله ویلي وي د فرانسې فیلسوف جان جک روزو (Jean-Jacques Rousseau) ده. د روزو اعترافات (Book VI of Rousseau’s Confessions) په نامه کتاب چې په کال ۱۷۶۷ کې دفرانسې له انقلاب څخه مخکې خپور شوی په کوم وخت کې چې ماري انتوانېت شهزادګۍ وه او روزو د شهزادګیو غفلت او له عامه ژونده بې خبرۍ ته کیسې نسبت کړي.
ځینې خلک ګمان کوي چې د روزو لیکنو خلک د انقلاب کولو لپاره وپارول او ممکن د هغه له لیکنو یې دا جمله د ماري انتوانېت خلاف د یو سیاسي شعار په توګه راخیستې وي. خو عصري د تاریخ او سیاست څېړونکي پرې باور نلري ځکه چې هېڅ داسې کوم اسناد نشته چې د انقلابیونو لخوا د شعار یا مقالې په توګه په کومه رسنۍ یا رساله (pamphlet) کې چاپ شوي وي.
دعصري څېړنو په پایله کې دا مسله د لې ګېپ رسنۍ (Les Guêpes) کې وموندل شوه کومه چې د فرانسې له انقلاب څخه ۵۰ کاله وروسته چاپ شوې رسنۍ ده. په دې رسنۍ کې د فرانسې یو لیکوال جان باپتیست الفونس کار (Jean-Baptiste Alphonse Karr) لیکلي چې د ملکې په اړه دا شایعه یو دروغ وو او هغه د کېک او کلچو خوړلو خبره په یو کتاب کې لوستې وه کوم چې د فرانسې انقلاب څخه مخکې په کال ۱۷۶۰ کې خپور شوی وو.