خبرپاڼه
کندهار افغانستان – د کندهار ولايت په ريګستان ولسوالي کي د پوليسو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ په جګړه کي اووه تنه طالب وسلوال وژل سوي او يو پوليس سطحي زخمي سوى دى.
دغه جګړه نن سهار شپږ بجې هغه مهال رامنځ ته سوه کله، چي يوې وسلوالي ډلي د ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ باندي بريد وکړى.
يادي وسلوال ډلي غوښتل، چي د سپکو او درنو وسلو په بريد سره د وسلوالۍ د امنيه قومندانۍ ودانۍ زيانمنه و پوليسو ته د سر او مال زيانونه واړوي، چي له سخت مقاومت سره مخامخ سوي او پرمهال يې اووه تنه وژل سوي دي.
دوژل سوو مخالفينو جسدونه په سيمه کي پا تې سوي او ورسره څلور عرادي موټرسايکلان ،(٤) ميله کلاشنکوفونه او له چاودېدونکو توکو ډکي شل عدده ډبې دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
د نن سهار په وسلواله نښته کي ځايي ولسي وګړو ته د سر او مال هيڅ زيان نه دى اوښتى.