دپوهنی چارواکی وایی چی داځل یی دزده کوونکو په شمیر کی زیاتوالی راغلی او باید مرکزی ددولت ددی ولایت حالت په پام کی نیولو سره دزده کوونکو سره مرسته وکړی ، بل لوربیا دمشرانو جرګی دشکایاتو کمیسون ریس پرمرکزی دولت ږغ کوی چی دزابل  دزده کوونکو په پوهنتونو کی د جذب په برخه کی زیاته مرسته وکړی.

احمدولی سرحدی

دکانکور دازموینی په هغه مراسیمو كي چی نن دزابل په مرکز کلات کی جوړشوی وی، ددی ولایت والي ښاغلی محمد اشرف ناصري دمشرانوجرگه دشکایاتو دکمیسون ریس ډاکټر زلمی زابلی ، دکابل او کندهار څخه راغلی استادانو ، قومی مشرانو او دکانکور دازموینی دورکولو دپاره ګڼ شمیر زده کوونکو برخه اخیستلی وی.

دپوهنی ریس ښاغلی رحیم الله لودین طلوع نیوز ته په مرکه کی وویل چی داکال ددی ولایت ۳۶۲ زده کوونکی دکانکور په ازموینه کی برخه اخیستلی او دده په وینا چی زیات شمیر زده کوونکی باید دلوړو زده کړو دوزارت له لوری دهیواد بیلابیلو پوهنتونوته جذب شی ځکه په زابل کی دمسلکی استادانو کموالی دپوهنی پربهیر منفی اغیز کړی دی.
ښاغلی لودین وایی چی دپوهنی بهیر اساسی ستونزه  دمسلکی ښوونکو نشوالی دی او باید مرکزی دولت پدی اړوند جدی پاملرنه وکړی.

په ورته وخت کی دزابل دخلګو استازی او دمشرانو جرګی ریس ښاغلی ډاکټر زلمی زابلی دکانکور دازموینی څخه خوښ بریشی او دلوړو زده کړو پروزارت ږغ کوی چی دمسلکی استادانو دنشتوالی لکبله باید دزده کوونکو سره ځانګړی فیصدی مرسته وشی او که یی ونکړی نو دزابل ولایت نوی سلنه (۹۰/۱۰۰) زده کوونکی به بی نتیجی پاته شی.

نوموړی ټینګار کوی چی دزابل او نورو ولایتونو دپوهنی په بهیر کی زیات توپیر شته نو مرکزی دولت باید دزابل دخلګو دژوند دحالاتو په کتلو سره زیاته مرسته وکړی.

په زابل کی دکانکور ازموینه پداسی حال کی ترسره کیږی چی څو ورځی وړاندی ددی ولایت دپوهنی ریس ویلی وی چی اوس مهال ددی ولایت اتیا سلنه زده کوونکی په خیمو کی زده کړه کوی او د۲۴۴ ښوونځیو څخه یوازی ۹۴ دزده کوونکو پرمخ خلاصی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *