د ملي راډیو ټلویزون خبریال یعقوب شرافت

زابل : احمد لودین/ دافغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه

د افغانستان د ملي راډیو ټلویزون خبریال یعقوب شرافت نن ماښام مهال د ناپیژنده وسله والو په برید کې کلات ښار کې شهید شو.

انالله و انا الیه راجعون

زابل ولایت کې حکومتي مسوولین وایي چې دغه پیښه د کلات ښار په رسالې سیمه کې شوې ده او بریدګر له پیښې وروسته په تیښته بریالی شوی دی.

دافغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه د ښاغلي شرافت وژنه یو غیرانساني او وحشیانه کار بولي او له حکومت په ځانګړې توګه د زابل ولایت له چارواکو نه غواړي چې د ښاغلي شرافت قاتل دې پیدا او دقانون منګولو ته وسپاري.

کمیټه دغه راز ژمنه کوي چې دغه موضوع به څیړي او تعقبوي او نتایج به یې له خلکو اوخبریالانو سره شریکوي.

کمیټه شهید شرافت ته فردوس جنت او درنې کورنۍ ، دوستانو او ملګروته یې له پاک رب څخه جمیل صبر اوعظیم اجرغواړي.شهادت یې قبول، روح يې ښاد او یادېې تل پاتې اوسه.

د یادونې ده چې ۲۰۱۶میلادي کال په افغانستان کې خبریالانو ته ترټولو خونړی کال بلل شوې چې یوازې دکال له پیل راهیسې دا یوولسم خبریال دې چې وژل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *