په زابل کی د تیري ورځي را په دي خوا اورښتونو نه یوازي د دغه ولايت د اوسېدونکو هیلي را ژوندۍ کړي بلکي دکرني چارواکی وایی که بارانونه په همدي ډول دوام وکړي نو دکرني په برخه کي به د مځکي تنده ماته او په کرنیزه برخه کی به د مځکه والو سره مرسته وکړي .

د احمدولي سرحدي

د زابل باراني موسم او د خلکو هیلي ….. هغه هیلي چی میاشتي میاشتي یی خلک په تمه وه.

دغه بارانونو یو ځل بیا په خلکو کی نوي روحیه را ژوندي کړي .

ښاریان وایی د باران اورښت نه یوازي په کرنیزه برخه کی ګټه رسوي بلکي د ناروغیو په مخنیوي کی هم د انسانانو سره مرسته کوي .

د زابل د کرني ریاست د کوپراتیف مدیرنجئ الله اخنذاده وایي تراوسه پوري ۱۷ میلۍ متره باران سوي ، په داسی حال کي چی تیر کال په دغه موسم کی تر ۲۵۰ میلۍ متره پوري رسیدی.

ښاغلي اخنذاده وایی که د باران اورښت دوام وکړي نو د کرني په برخه کی به د مځکه والو سره پوره مرسته وکړي.

خو د بارانونو اورښت د ځيني طبعي پېښو د راامنځته کېدو خبرداری هم ورکړی، هغه څه، چي هر کال د مالي او ځاني زیانونو سره مل وي.

په ورته وخت کی د طبعي پیښو پر وړاندی د مبارزی ریاست رئیس سمع الله وايي که چیري طبعي پیښی رامنځ ته سي دوي ورته پوره چمتوالي لري ، نوموړی زیاتوی چی د۴۰۰ کورنیو لپاره خوراکي مواد په لاس کي لري او د ډيریدلو په صوزت کی به له خپلو مرستندویه موسسو څخه مرسته وغواړي .

په زابل کی روان اورښتونه په داسی مهال پیلیږی چی بزګرانو لا وړاندی خپل کښتونه کرلي او ددغه ورځي په تمه ناست وه .

باراني اوبه په کرنیز سکتور کی تر نورو ټولو اوبو ګټوري بلل کیږی او یوازي بارانونه کولای سي د کرني پانګه غني کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *