نن دپنج شنبې په ورځ دزابل ددولتي چارواکو، دولایتي شورا داستازو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو ، ځوانانو او درسنیو داستازو لخوا دولایت په مقام کي دشهید عبدالقدیم پتیال دفاتحې مراسیم ترسره شول.

ددې مراسیمو پرمهال دزابل جهادي شخصیتونو، دیني عالمانو، ځوانانو، مدني فعالانو او دولتي چارواکو لمړی په شهید عبدالقدیم پتیال پسي دقران عظیم شان ختم وکړ او وروسته يې دهغه دکړنو قدرداني وکړل اودټولو ځوانانو څخه يې غوښتنه وکړل چي دهغه پرلاره روان شي.

دزابل سرپرست والي محمداشرف ناصري دفاتحې دمراسیمو پرمهال شهید عبدالقدیم پتیال یوپیاوړی مدیر، فعال ځوان او پیاوړی لیکوال، شاعر، وطن پرسته شخصیت او دهیواد درښتنې پچیانو څخه وبلی اوپرټولو يې ږغ وکړ چي دهغه داثارو څخه ګټه پورته کړي.

ښاغلی ناصري وايي چي دیني عالمان مسولیت لري چي دمسجدونو څخه دسولې ږغ پورته کړي او هیچاته اجازه ورنکړي چي ورور وژنې ته لار نور هم جواز ورکړي.

سرپرست والي همداراز وايي چي دزابل دولسونو په استازیتوب دپتیال دکورنۍ سره پدې غم کې ځان ګډ بولي او پروسله والو مخالفینو ږغ کوي چي نور دجګړو څخه لاس واخلي او ددولت سره یوځای دهیواد په ودانولو کي برخه واخلي.

په زابل کي دشهید عبدالقدیم پتیال دفاتحې مراسیم پداسي حال کي دولایت دمقام له لوري اخیستل کیږي چي ښاغلی پتیال درې ورځي وړاندي هله دوسله والو طالبانو لخوا ووژل شو چي دکندهار په پوهنتون کي په زده کړه بوخت وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *