د دوهمې لیوا مسولین وايي یادې وسلې د ملي اردو په بیلابیلو عملیاتو کي د وسله والو طالبانو څخه لاس ته راغلي دي.
د زابل د ملي اردو د دوهمې پیاده لیوا قومندان جنرال اکرم سامع د رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چي د ملي اردو په عملیاتو کي چي د دې ولایت پوشمیر ولسوالیو کي ترسره شوې وو، ۵۲ میله سپکي او درنې وسلې د طالبانو څخه نیولو وروسته نن د ډایاک پروګرام ته يې په رسمي ډول وسپارلې.
ښاغلی سامع وايي وسله وال طالبان ډیر کمزوري شوي اوهیڅ ډول توان نلري چي د افغان ځواکونو په وړاندي مخامخ وجنګیږي او د هغه په خبره د خلګو مرسته د امنیتي ځواکونو سره د زیاتو لاسته راوړنو مهم دلیل دی.
په زابل کي دا وسلې پداسي حال کي د ډایاک پروګرام ته سپارل کیږي چي تردې وړاندي ملي پولیسو هم څه باندي ۶۰ میلې وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارلې.
په زابل کې نشه يي مواد ونیول شول
په مرکز کلات کې دتلاشۍ پرځنځير لسګونه کیلو ګرامه مخدره توکي نیول سوي چارواکي وایی دکابل څخه دقندهار پرلوري انتقالیدل چې ددوي له لوري ونیول سول ددې ولایت دنشه یی توکوپروړندی دمبارزی مودیروایی چې له دغو توکو سره یوتن هم نیول سوی دي چې ترپوښتنو وروسته به عدلی اوقضایی ارګانو ته وسپارل سي
داچی په دی ولایت کی په نشه یی توکو دروږدوکسانو شمیرورځ تربلی ډیریږی ددې ولایت دنشه یی توکوپروړندی دمبارزی چاروکی خبرورکوی چی دی هم خپلی هڅی ګړندی کړی اوپه ورځنی ډول په ښارکی ګرزی او دقاچاق مخه نسی چی په ترڅ کی دزابل دمخدره توکو په وړاندي دمبارزې چارواکي وای په مرکز کلات کې یی نن په لسګونه کیلو ګرامه مخدره توکي نیول ددې ولایت دنشه یی توکوپروړندی دمبارزی مودیر زرګل ګلزاد وایی یاد نشه یی توکي ټول تاریاک دي چې وزن یی ۳۰ کیلوګرامو ته رسیږي دده په خبره چې یادمواد په یوه ۳۰۳ ډوله موټر کې په ډیرمهارت سره ځاي پرځاي سوي وه دکابل ښار څخه قندهار ولایت پر لوري وړل کیدل چې دوي دپولیسو له لوري دتلاشۍ پرځنځير ونیول سول ښاغلی ګلزادزیاتوي چې په دې تړاو یوکس هم نیول سوي چې ترپوښتنو وروسته به عدلی اوقضایې ارګانونو ته وسپارل سي ..
نوموړي زیاتوي چې دمخدره توکو پرضد یې جدې مبارزه پیل کړې اوهیچاته به اجازه ورنکړی چی په دی ولایت کی قاچاقوکړی دیادوني وړده چې په مرکز کلات په داسی حال کې یوه اندازه تاریاک نیول کیږي چې دمخدره توکو په وړاندي دمباریزي دمدیریت دچارواکو په خبره دوي هځه کوي چې ترڅو پدې ولایت کې دمخدره توکو دقاچاق مخنیوي وکړي