د زابل ولایت امنیه قوماندان غلام سخی روغ لیونی وایی چی دغه عملیات ددی ولایت دشهرصفاولسوالۍ دجلدک په سیمه کښی تیره شپه دپولیسو دخاصی قطعی لخوا ترسره سوی چی په کښی ددولت اته وسلوال مخلیفین وژل سوی اوددی ډلی یو مشهرو قوماندان ملاعبدالباری یی ژوندی نیولی دروغ لیونی په خبره چی ملاعبدالباری په سیمه کی دوسلوالو طالبانو یو مخکښ قوماندان و او څو ځله په مختلفو ولسوالیو کی دنظامی مسول په توګه هم پاتی سوی دی

وسلوالو طالبانو دخپلو ملګرو دژونی اونیونی په اړه تردامهاله رسنیو ته څه ندی ویلی خو ادعاکوی چی دزابل ولایت دسرحدی ولسوالي شملزو کښي یی دیو ماین دانفجار په ترڅ کی دسرحدی پولیسو یو قوماندان جاوید له دوسرحدی پولیسو سره وژلی خو دولت بیا دطالبانو دا ادعاردوی

خبریال عبدالقیوم عاجز زابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *