خبریال: عبدالقیوم عاجز (زابل)
د زابل ولایت د پوهني ریاست ریس رحیم الله لودین وايي چې په دغه ولایت کې ۳۰ بند ښوونځي بېرته پرانستل شي دي.
زابل د افغانستان په جنوب کې یو له څو ولایتونو څخه دی چې ډېر ښوونځي یې په تېرو ۱۳ کلونو کې د دولت د وسله والو مخالفانو د ګواښونو له حکبله بند دي او نوي ښوونځي پکې نه دي جوړ شوي.
دا دېرش ښوونځي، چې کلونه کلونه د زابلی بچو پر مخ بند وو، د پوهني ریاست په هلوځلو او د قومی مخورو په ښه همکارۍ بیرته د زابلی زده کوونکو پرمخ پرانیستل شول.
د زابل د پوهنې رييس رحیم الله لودین وویل چي د ښوونکو د مسلکي کیدو په موخه یې په دوو ولسوالیو کي دارالمعلیمنونه هم جوړ کړي څو ښوونکي مسلکي شي.
د پوهني ریس وايي چي دوی په خپل ریاست او ولسوالیو کې ټول اداري کاروکونکي اوښوونکي د ازاد رقابت له لارې په دندو ګومارلي دي او همدا شان ډیری ښوونځیو ته یې ودانۍ هم جوړې کړي دي.