د زابل داطلاعاتواوکلتور رياست په نوښت نن په مرکز کلات کې اختريزه مشاعره ترسره شوه، پدې مشاعره کې چې داطلاعاتواوکلتور رياست دغونډو په تالار کې په لاره اچول شوې وه دکلات ښار ترڅنګ دزابل دولسواليو او ليري پرتو سېمو ګڼ شمېر شاعرانو، دادب مينه والو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
د مشاعرې په لمړۍ برخه کې د اطلاعاتواوکلتور رييس په خپلو خبرو کې دزابل له ځوانانو او اديبانو سره دهر راز مرستو او همکاري ډاډ ورکړ او درياست داړونده کارونو د ښه ترسره کولو لپاره يې دځوانانو همغږي او همکاري اړينه وبلله، ورپسي دوينا په برخه کې داختر په اړه هراړخيزې علمې مقالي ولوستل شوې. او وروسته د مشاعرې برخه پيل شوه چې نژدي دوه ساعته يې دوام وکړ او لسګونو شاعرانو د سولې، يووالي او اختر په هکله خپل خواږه شعرونه واورول، چې د ګډونوالو له لوري په خورا تودو ولولو سره بدرګه شول.
د غونډې يو تن ګډونوال حکمت الله له مشاعرې نه خورا خوښي وښودله او داختر په ورځو کې يې دا ډول ادبي ناستې د ځوانانو او اديبانو د تشويق او يووالي لپاره خورا اړينې او اغېزمنې وګڼلې. بايد يادونه وشي چې دا لومړی ځل وو چې په زابل کې د اختر په وياړ اختريزه مشاعره ترسره کېږي.
خبريال: عبدالقيوم عاجز