په زابل ولایت کې د نن ورځي په ترافیکي پيښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، او د پيښي مړي او زخمیان د پولیسو له لوري روغتون ته لیږدل شوي دي

د دې ولایت والي محمداشرف ناصري وايي چې پيښه نن شاوخوا لس بجې ددې ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده او پر مهال یې اوه تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان دي

نوموړي چې د زابل په مرکزي روغتون کي یې له رسنیو سره خبري کولي وویل چې د کابل – کندهار پر لویه لاره د فولادګی په سیمه کې یو ۳۰۳ بس له یو ټونس موټر سره جنګیدلي

ناصري زیاتوي چې د دغې پيښي اوه تنه مړي او ۲۸ ټپيان د کلات روغتون ته رالیږدول شوي چې په ټپيانو کې هم د ځینو حالت خراب دي او د کندهار روغتون ته لیږدول شوي دي

پر همدې مهال د زابل په مرکزي روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی و او د چارواکو تر څنګ د کلات لسګونو اوسیدونکو خپله وینه ورکړه

ددې ولایت چارواکي زیاتوي چې کله ترافیک پولیس د پيښي د څيړني لپاره سیمي ته روان و موټر يې چپه شوی چې له امله يې درې تنه د ترافیکو پولیس ټپيان شوي دي.

د یادولو وړ ده چې شاوخوا یوه اونۍ و ړاندي هم په شهرصفا ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پيښه پنځلسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *