پرون تر غرمي وروسته ديو شمير مراسمو په ترڅ کې چي دزابل والي خيال محمد حسيني،په ولسي جرګه کې دزابل دخلګو وکيلي زهرا توخي،دولايتي شورا ريس،امنيه قومندان،ملي امنيت ريس او يو شمير نورو مسٶلينو ګډون کړى وو د  48  ميليونه افغانيو په لګښت دکابل کندهار پر لويه لار دمرکز کلات او شاجوى ولسوالى ترمنځ  د7,9 کيلومتره تخريب شوي سړک دترميم پروژه دپټۍ په پري کولو سره افتتاح کړه.

دزابل والي خيال محمد حسيني وويل دکابل کندهار لويى لاري سړک چي دزابل ولايت په مربوطاتو کې يى زيات شمير برخه تخريب شوي وه او زيات وخت به ورباندي ترافيکي پيښي رامنځته کيدي چي په دي سره به پر ياده لويى لار دترافيکي پيښو ګراف هم راټيټ شي.

دحسيني  په خبره دکابل کندهار دلويى لاري زياته برخه دزابل ولايت په مربوطاتو کې تخريب شوي او کوښښ کوو چي پاتي تخريب شوي برخه يى هم ترميم کړو.

خبريال:انورالله انوريآ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *