احمد ولي سرحدي – د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د راتلونکو ټاکنو د امنیت په موخه یې د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې عملیات پیل کړي تر څو د ټاکنوپر وړاندي شته ګواښونه راکم کړي او وسله والو طالبانو اودولت دواړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د دې ولایت د امنیتې قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال غلام سخی روغ لیوني نن رسنیو ته وویل چې دغه عملیات د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې ترسره شوي چې په ځینو کې يې له طالبانو سره نښتي هم رامنځ ته شوي دي
دده په خبره چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ددې ولایت په شینکۍ، شملزو، شاه جوي او دایچوپان ولسوالیو کې د بیلابیلو عملیاتو پر مهال اوه وسله وال طالبان وژل شوي، ۹ تنه ټپیان دي او اته تنه نور ژوندي نیول شوي دي
دده په خبره ۵۰ کړۍ ماینونه خنثی شوی، ۴ موټرسیکلونه، بیلابیلی وسلې او په سلګونو کیلوګرامه چاودیدونکي توکي امنیتي ځواکونو تر لاسه کړي دي
امنیه قوماندان زیاته کړه چې د دغو عملیاتو پر ترڅ کې د سیوري په ولسوالۍ کې د پولیسو یو ټانګ ماین چې له امله یې یو پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او په دایچوپان ولسوالۍ کې هم یو پولیس د ماین د خنثی کولو پر مهال وژل شوی دی
امنیه قوماندان همدارنګه وویل چې اوس هم د دوي عملیات روان دي تر څو عام خلګ وتوانیږي چې د ټاکنو په ورځ په خوندي توګه رایې ورکړي
بلخوا وسله وال طالبان وايي چې ددې ولایت په شینکۍ، شهرصفا، نوبهار او شملزو ولسوالیو کې يې په بیلابیلو بریدونو کې لسګونه افغان سرتیري وژلی دي خو امنیه قومندان یواځي د دوو پولیسو وژل کیدل او د دو نورو ژوبلیدل مني.