تاند- په زابل ولایت کې د یوه بس او یوې لارۍ د ټکر په اثر تر ۳۰ زیات مسافر مړه شوي او همدومره نور ژوبل دي.

د زابل د روغتون مسوولان وايي چې تراوسه دوی ته نژدې دیرش ټپیان وروړل شوي دي.

د زابل د امنیه قومندان مرستیال غلام جیلاني فراهي رسنیو ته وویل چې ټکر د کلات ښار د کاکړانو چینې په سیمه کې د کابل – کندهار په لویه لار کې وشو.

ده د پیښې علت د موټرچلوونکو بې احتیاطي وبلله.

د یوه بل خبر له مخې په لغمان ولایت کې نن شاوخوا درې بجې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان په جنازه کې انتحاري حمله شوی.

په بس کې نژدې ۵۰ تنه سپاره ول چې د هغو له منځه د ۲۱ تنو مړینه تایید شوې او تر ۳۰ نور ټپیان بلل شوي دي. خو نور راپورونه د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ ښيي.

بس له کابله د کندهار په لور روان و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *