د زابل ولایت مرکز کلات اوسیدونکي د خوراکي او سون توکود بيي د لوړوالي څخه سرټکوي، دوی وايي د یوې خوا څخه یخني ده او بل لوري ته بیا ډیری خلګ اوزګار دي او دولت باید د بیو د ټیټوالي په اړوند جدي ګامونه پورته کړي، بل لور ته بیا دزابل ښار دخلګو ستونزي پر ځای بولي او وایی چي د ازاد بازار له امله نه سي کولاي تر څو پر بيو کنټرول ولري ،خو بيا هم په دې برخه کي د خپلو هڅو د پيل خبر ورکوي

د زابل اوسېدونکي وايې چي له يوې خوا کار روزګار نسته او له بلي خوا د خوراکي او سون توکو بيي څو برابره لوړي سوي دي

د دې ولایت اوسیدونکي وایي له يوې خوا مرکزي دولت خلګو ته د کار په پيدا کولو کي پاته راغلي او له بلي خوا د خوراکي او سون توکو بيي هم لوړي شوي دي او باید دولت دنرخونو کنټرول ته جدي پاملرنه وکړي

دغه کسان له دولت غواړي چي دیخني په موسم کې  دي پر نرخونو کنټرول زيات کړي

د کلات د ښاروالي مسئولين د نرخونو لوړېدل مني او زياتوي چي په دې برخه کي به جدي ګامونه پورته کړي

دکلات ښارال کریم الله حکیمي وايژ‎ي  چي د ازاد بازار له امله نسي کولاي تر څو پر بيو کنټرول ولري ،خو بيا هم په دې برخه کي د خپلو هڅو د پيل خبر ورکوي

دیادوني وړده چې په مرکزکلات کې په داسی حال کې دخوراکي اوسون توکو دبیو دلوړوالی څخه شکایت کیږی  چې هرکال پدې ولایت کې دیخني په راسیدلو سره دخوراکي ،غیرخوراکي توکو ترڅنګ دسون توکو بیي هم لوړیږي

احمدولي سرحدي : دزابل دژورنالستانو دټولنې موقت ریس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *