تاند- په زابل ولایت کې د ۳۰ تنو یرغمل شویو مسافرو د خلاصون لپاره د سپین ږیرو او قومي مشرانو د منځګړتوب د هڅو له ناکامېدو وروسته افغان امنیتي ځواکونو د برمته شویو کسانو د ژغورولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

نامعلومو وسله والو، چې ادعا کېږي، د داعش غړي ول، د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د زابل په شاهجوۍ ولسوالۍ کې ۳۱ تنه افغان مسافر، چې له ایرانه خپلو کورونو ته روان ول، له دوو بسونو کښته او نامعلوم لوري ته په مخه کړل.

په وروستیو نژدې لسو ورځو کې قومي مشرانو او سپین ږیرو ډېرې هڅې وکړې چې برمته ګر په دې قانع کړي چې بېګناه مسافر خوشي کړي خو داسي ښکاري چې د مشرانو هلوځلو نتیجه ورنه کړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي و چې لومړی ترجیح ورکوي چې د سپین ږیرو په منځګړتوب دا مسله په سوله ییز ډول حل شي خو که تښتونکو برمته شوي کسان خوشي نه کړل، افغان امنیتي ځواکونه مجبوره دي چې له قوې کار واخلي.

ویل شوي چې ټول تښتول شوي کسان د افغانستان د مرکزي سیمو اوسېدونکي دي او په ایران کې له کلونو خواریو او کاره وروسته خپلو کورونو ته روان ول.

تر دې پخوا وسله والو طالبانو، چې د اکثرو برمته ګریو، قتلونو او له موټرونو څخه د دوی په نظر د مشکوکو کسانو د کوزولو مسوولیت یې په غاړه اخیست، د یوه قوم په ځانګړي ډول د هزاره وو عام مسافر له موټرو نه دي کښته کړي ځکه ډېر باور دی چې دا کسان به د داعش کسانو تښتولي وي چې په وروستیو کې یې د افغانستان په مختلفو سیمو کې سرونه راپورته کړي دي.

ویل کېږي چې د داعش غړي، چې په ځانګړي ډول له شیعه مذهبو سره دښمني پالي، ناراض طالبان دي.

په دې عملیاتو کې، چې د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونه شامل دي، نن سهار په حاک افغان ولسوالۍ کې پیل شول.

یوه افغان امنیتي چارواکي تاند ته وویل چې شاوخوا ۳۲ ترهګرو برمته شوي کسان له شاهجوۍ ولسوالۍ کاک افغان ولسوالۍ ته بېولي دي.

د زابل امنیه قومندان غلام سخي روغ لېوني د چین سینهوا له خبري اژانس سره په خبرو کې د عملیاتو پیلېدا تایید کړه، ویې ویل چې نن سهار (د شپې ۳ بجې) د برمته کسانو د خوندي خلاصون لپاره عملیات پیل شوي او لا هم روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *