په زابل ولایت کې د رایه ورکولو بهیر روان دی او همدا اوس د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې په ۴۷ مرکزونو کې زرګونه کسان په رایه ورکولو بوخت دي
د زابل دولتي چارواکو د کلات د شیخ متي لیسې په مرکز کې له رایه ورکولو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په ټول ولایت کې د رایه ورکولو بهیر بې له کومي ستونزي دوام لري
ددې ولایت والي محمد اشرف ناصري وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د ټولو مرکزونو امنیت نیولی او وسله والو مخالفینو ته به اجازه ورنکړي چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون مخه ونیسي
نوموړي وايي چې د هر ټاکنیز مرکز په پنځه کیلومترۍ ساحه کې امنیتي ځواکونو ځای پر ځای شوي دي او د رایه ورکوونکو د امنیت په اړه هیڅ انديښنه وجود نلري.
ناصري د زابل له ټولو اوسیدونکو غوښتنه وکړه چې باید په ټاکنو کې برخه واخلي او دا ملي مسوولیت ادا کړي
ددې ولایت امنیه قوماندان پاسوال غلام سخي روغ لیونی هم وايي چې په امنیتي ځواکونو پراخ تدابیر نیولي او د ټاکنو پر وړاندي هیڅ ستونزه نشته
هغه وايي چې وسله وال مخالفین اوس دا توان نلري چې ټاکني ګډوډي کړي او یا مخامخ بریدونه وکړي
روغ لیوني وايي چې یو شمیر وسله والو طالبانو ورته ډاډ هم ورکړی چې د رایه ورکولو مرکزونو ته به د خلکو د ورتګ مخه نه نیسي او خلکو ته به اجازه ورکړل شي چې په ټاکنو کې برخه واخلي
امنیه قوماندان هم ټینګار وکړ چې باید زیات شمیر خلک په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښي ولسمشر وټاکي.
یو شمیر رایه ورکوونکي هم د امنیتي وضعيت څخه خوښي ښيي او وايي چې امنیتي ځواکونو ډير ښه امنیت نیولی دی
دوي وايي چې په ډاډه زړه د رایه ورکولو مرکزونو ته راغلي او د خپلې خوښي کاندید ته یې رایه ورکړه او همدارنګه د خپلې کورنۍ ښځینه غړو ته یې هم اجازه ورکړې ده چې په ټاکنو کې برخه واخلي
د یادولو وړ ده چې د تيرو ټاکنو پر مهال هم د زابل امنیتي ځواکونو د رایه ورکوونکو لپاره ټينګ امنیتي تدابیر نیولي او ددې ولایت په لسو ولسوالسو کې لسګونه زرو کسانو خپلې رایې وکارولې