د زابل امنتي چارواكي وايي چې د دې ولايت په بیلابیلو سیمو کې یې د تصفیوی عملیاتو په ترڅ کی د وسله والو طالبانو دوه مشهور قومندانان ملاداد الله اوملا اسدالله له 16 نورو طالبانوسره وژلي دي. امنتي چارواكي وايي چې عمليات لا دوام لري.
دا طالب قومندانان او ملګري یې د زابل ولایت په میزانه او نوبهار ولسوالیو کې وژل شوی دی.
د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی وایي؛ تیره اونۍ د وسلوالو طالبانو یوه اته کسیزه ډله چې په میزانه ولسوالۍ کې یې فعالیت درلود له خپل قومندان ملا دادالله سره یې یو ځای وژلی دی.
په ورته وخت کې امنیه قوماندان وایي چې تیره ورځ په نوبهار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بل سرگروپ اسدالله له درو نورو ملګرو سره له پولیسو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
روغ لیونی زیاتوي چې نن هم په هوایی برید کې په همدې ولسوالۍ کې پنځه کسان هغه وخت ووژل شول چې په یو رېنجر موټر کې سپاره ول. د روغ لیوني په وینا له وژل شویو وسلوالوسخت دریځو څخه د دوی پولیسو ته وسلی اومهمات هم په لاس ورغلي دي.
نوموړی زیاتوی چې په دې عملیاتو کې پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسلوالو طالبانو د خپلو ملګرو د وژل کیدو په اړه تر اوسه رسینو ته څه ندي ویلي. خو عموماً طالبان د دولتي چارواکو ادعاوې ردوي.
د زابل امنیتي چارواکي دا څرګندونې په داسي حال کې کوي چې څه موده وړاندې هم د یو لړ تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو یوسر ګروپ ژوندی نیول شوی او یو شمیر ملګري یې وژل شوي و.
په وروستیو ورځو کې دافغانستان په ټولو ناارامه سمیو کې د افغان ځواکونوله لوري تصفیوي عملیات د دې لپاره پیل شوي چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنې په په امن کې ترسره شي.