تاند- په زابل ولایت کې نن په یوه چاودنه کې د ماشومانو په شمول لږترلږه ۸ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د زابل د چارواکو په وینا دا پېښه په شهرصفا ولسوالۍ کې وشوه.

د زابل امنیه قومندان جنرال غلام سخي روغ لېوني وویل چې د طالبانو په دې چاودنه کې لږترلږه ۲ ماشومان وژل شوي او شپږ تنه نور ملکیان ژوبل دي.

د روغ لېوني په وینا چاودنه هغه مهال وشوه چې د ملکیانو د سپرلۍ موټر په سړک کې پر خښ شوي ماین وخوت.

طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي وايي چې د سړک د غاړې بمونه او ماینونه له طالبانو پرته بل څوک نه کاروي.

د افغانستان په جنوب کې دا ډول پېښې دومره زیاتې کېږي چې ډېر ځلي یې رسنۍ خبر هم نه خپروي او که یې خپور هم کړي د خبرونو په سر کې ځای نه نیسي.

د سیمې اوسېدونکي او د قربانیانو خپلوان هم وسله وال طالبان د حملې مسووله بولي او وايي چې وسله وال طالبانو امنیتي ځواکونو ته ماین خښ کړی و.

د ملګروملتو له وروستي راپور سره سم طالبانو د تېر کال په پرتله په سلو کې لږترلږه ۱۵ د سړک د غاړې بمي حملې زیاتې کړي او په ترڅ کې یې عموماً ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *