تاند- د افغانستان د ملي اردو یو هیلي کوپټر، چې د یوه حکومتي پلاوي غړي یې بدرګه کاوه، نن سهار په زابل ولایت کې ولوېده او لږترلږه ۱۷ تنه پکې ووژل شول.
د زابل والي انور اسحاقزي وویل چې دا څرخکه د تخنیکي ستونزې له کبله غورځېدلې ده.
مخکې وسله والو طالبانو ادعا کړې وه چې دوی د افغانستان یوه هیلي کوپتر ویشتې ده.
څرخکه شاوخوا لس نیمې بجې د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې وغورځېده.
چارواکي وايي په غورځېدلي هیلي کوپتر کې د یوه دولتي پلاوي بدرګه کوونکي سپاره ول. د دولتي پلاوي غړي، چې په بله څرخکه کې سپاره ول، روغ رمټ نوبهار ولسوالي ته رسېدلي دي.
په وژل شویو کسانو کې ۱۲ تنه افغان سرتېري دي. ۵ تنه نور د څرخکې عمله ښودل شوې ده.