احمد ولي سرحدي – د زابل والي ، قومي ، جهادی مشرانو او ځوانانو د ملي اردو دسرتیرو فاتحه واخیسته او پردوی باندی يې برید په سختو ټکو وغندی. ددې ولایت والي الحاج محمد اشرف ناصري وايي چي ددې ولایت ټول خلګ دملې اردو ددې سرتیرو په غم کې ځان شریک ګڼي اووايي چي ددې ولایت ټول خلګ دافغان ځواکونو ترشا ولاړ دي او په دوی ویاړې چي دخلګو امنیت شپه اورځ ساتي.

قومي او جهادي مشران داعمل غیراسلامی او غیرانساني بولي او داکار دنړیوالو استخباراتو اوګاونډیانو په لاس ترسره شوی ده او ددولت څخه غوښتنه کوي چې دملي اردو دسرتیرو دقاتلینو په نیولو کې هلي ځلې وکړي.
دوی همداراز وايي خپل ځانونه دملي اردو ترشابولي او وايي که ضرورت شي نو دوی به هم دهغوی سره په سنګرونو کې ددشمن په وړاندي مجادله وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *