تاند- په زابل کې امنیتي چارواکو نن وویل چې په یوه نفوذي حمله کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د زابل والي بسم الله افغانمل هم تایید کړه چې ۸ پولیسو د خپل یوه غدار ملګري له لوري شهیدان شوي دي.

د زابل امنیتي چارواکي وايي چې دا ۸ سیمه ییز پولیس نن /شنبه/ ووژل شول.

د دوی په وینا دا پېښه په شینکۍ ولسوالي کې شوې ده.

په وروستیو کې یو وار بیا د نفوذي عناصرو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې حملې ډېرې شوي دي.

تېره میاشت (فبروري ۲۸) د هلمند ولایت په یوه امنیتي پوسته کې د یوه نفوذي پولیس له لوري لږترلږه ۱۲ پولیس شهیدان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *