په زابل کي دمدني ټولنولخوادیوه لاریون په ترڅ کي د پغمان پيښه وغندل شوه، دوی دستري محکمې څخه غوښتنه کوي چي دپغمان دپیښې عاملینوته ژر سخته سزا اعلان کړي

د زابل ولایت لسګونو مدني فعالانو نن د یوه لاریون په کولوسره په پغمان کې د غلا او جنسي تیري پيښه په سختو ټکو وغندله او عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

دلاریون پرمهال مدني فعالینو د پغمان د جنسي تیري پيښه ډيره بده او شرموونکي وبلل چې له امله یې اوس د هیواد په بیلابیلو سیمو کې له خلکو سره د خپل حیثیت د مصونیت په اړه انديښنې پیدا شوي دي.

دوي زیاتوي چې د زابل ټول ولس او مدنې ټولنې دا پيښه په کلکه غندي او پر دولت يې غږ وکړ چې د دا ډول پيښو په مخنیو کې بایدي جدي هلي ځلي وکړي.

دوی همداراز تور ولګاوه چې په دولت کې موجوده فساد، د قانون نه تطبیق او د ټاکنو جنجالي او نامعلوم برخلیک هغه عوامل دي چې مجرمین یې دومره زړه ور کړي دي.

په زابل کي دپغمان دپیښې په اړند پداسي حال کی لاریون کیږي چي افغانستان دامهال دټاکنو دنامعلوم برخلیک له امله پکي دتاوتریخوالي پیښې زیاتي شوي او مرکزي دولت يې هم په کابو کولو کي پاته راغلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *