د زابل ولایت د ښځو چارو د ریاست مسوولین وايي چې په دې ولایت کې يې د مېرمنو د روغتیايي ستونزو د کمولو په موخه دوه روزنیز پروګرامونه پیل کړي دي
ددې ولایت د ښځو چارو د ریاست رییسې صدیقې جلالي وویل چې دواړه کورسونه د دوي د ریاست په غوښتنه او د مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ پیل شوي چې دوې میاشتي په دوام وکړي
نوموړي وویل چې لومړنی روغتیايي کورس چې د ( سیمه ییز ثبات) د موسیسې په مالي ملاتړ پیل شوي پکې ددې ولایت پنځه ویشت او مېرمنې په زده کړه بوختې دي
هغې زیاته کړه چې دا کورس ددې ولایت د عامي روغتیا په ریاست کې روان دي چې د ښځینه روزونکې له خوا ورته تدریس کیږي
د ښځو چارو رییسه وايي چې دوهم کورس د (هدف) په نوم یوې ناحکومتي موسیسې په ملاتړ پیل شوی چې شل مېرمنې پکې په زده کړه بوختې دي او د تدریس چارې یې د ښځو چارو په ریاست کې پر مخ وړل کیږي
صدیقه جلالي زیاتوي چې په دواړو روزنیزو پروګرامونو کې مېرمنو ته د لومړنیو صحي مرستو په اړه معلومات ورکول کیږي تر څو دوي وتوانیږي په خپلو کلیو او سیمو کې له نورو ښځو سره مرسته وکړي.
ددې په خبره ټاکل شوې زده کوونکې مېرمنې تر دوو میاشتنۍ روزنې وروسته په خپلو کلیو کې له ۴۰ نورو مېرمنو سره دغه معلومات شریک کړي تر څو د روغتیا په برخه کې موجودې ستونزي راکمي شي.
د زابل د ښځو چارو ریاست پداسي حال کې لسګونو مېرمنو د ورغتیايي زده کړو د پروګرامونو د پیل خبر ورکوي چې ددې ولایت اوسیدونکي روغتیايي اسانتیاو ته نه لاس رسی خپله عمده ستونزه بولي.