د زابل په ولايت کې د کتاب د اونۍ په وياړ، د کتاب لوستلو سيالۍ د اطلاعاتواوفرهنګ رياست لخوا ترسره شوې.

د غويې د مياشتې وروستۍ اونۍ چې د کتاب د اونۍ په نوم نومول شوې، د ټول هېواد ترڅنګ په زابل کې هم ولمانځل شوه، چې په ترڅ کې يې سلګونو ځوانانو او د کتاب مينه والو د اطلاعاتواوفرهنګ رياست له عامه کتابتون څخه ليدنه وکړه، او ددې رياست لخوا څخه د کتاب لوستلو په پيل شويو سياليو کې يې برخه واخېسته.

د زابل د اطلاعاتواوفرهنګ ريس عبدالمقيم افغان وويل، چې له دې سياليو څخه يې موخه د کتاب لوستلو د فرهنګ دودول 1او د ځوانانو د پوهې د کچې لوړل دي.   دسياليو يو تن ګډونوال احسان الله دا ډول سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختيا او مطالعې ته د هغوي د تشويق لپاره خورا اغېزمنې وبللې.

بايد يادونه وشي چې د اطلاعاتواوفرهنګ رياست له لورې نن د شنبې په ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د کتاب لوستلو دسياليو ګټونکو ته ستاينليکونه او يو شمېر ډالۍ هم ورکړل شوې.

دا په داسي حال کې ده چې تېر کال هم د ياد رياست له لورې د کتاب اونۍ د لمانځولو په پلمه د زابل په مرکزي زندان کې، زندانيانو ته د لوست د زمينې د چمتوکولو لپاره يو کتابتون هم پرانيستل شوی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *