تاند- راپورونه وايي چې د یوې سختدریځې پاکستانۍ وسلوالې ډلې مشر په افغانستان کې مرګوني بریده روغ وتلی دی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د لشکر جنګوي العالمي د ډلې د یو ویندوی علي بن سفیان له خولې ویلي چې د یوسف منصور خراساني په نوم د دې ډلې پر مشر پرون /شنبه/ په زابل ولایت کې د همدې ډلې د یو غړي له خوا برید وشو.
نوموړي ویلي چې بریدګر د خراساني د ساتونکو په ځوابي ډزو وژل شوی خو خراساني ته زیان نه دی اوښتی.
که څه هم ظاهراً دا برید په دې ډله کې د داخلي اختلاف ښودنه کوي خو اټکل کېږي چې حمله کوونکی به د پاکستان د استخباراتو له لوري ګومارلی شوی کس و.
د لشکرجنګوي پاکستانۍ ډله په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د څو بریدونو لویو بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست.
د دې ډلې له لوري په حملو کې یوه هم د کوټې ښار پر یوه کالج د اکتوبر د میاشتې حمله وه چې ۶۱ تنه پکې ووژل شول او ۱۲۴ نور ژوبل شول. (تفصیل)