تاند(جمعه، د حمل۱) په زابل ولایت کې په یوه حمله کې، چې ویل کېږي د یوه نفوذي له لوري شوې ده، لږترلږه ۲۴ تنه وژل شوي دي.
د زابل والي او امنیتي چارواکو تایید کړه چې دا برید نن سهار وختي د زابل ولایت مرکز کلات ښار ته نژدې د لویې لارې په یوه پوسته کې شوی چې په نتیجه کې یې د ملي پولیسو او ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
د زابل د ولایتي شورا غړي اسدالله کاکړ رسنیو ته وویل چې دا برید طالبانو د امنیتي ځواکونو په پوسته کې د یوه یا څو سرتېرو په مرسته کړی دی.
د دې شورا رييس عطاجان حقبیان ویلي چې په برید کې د ملي اردو ۱۴ او د پولیس ۱۰ سرتېري وژل شوي او دغه راز ۴ سرتېري بې درکه شوي دي.
ګومان کېږي چې بې درکه شوي کسان به نفوذي عناصر وي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی طارق ارین بیا وايي چې د پېښې په اړه لا څېړنې روانې دي. ده د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه څه ونه ویل.
د افغانستان دفاع وزارت د زابل په حمله کې د ملي اردو د ۱۱ سرتېرو او ۶ پولیسو وژل کېدا تایید کړې او ویلي یې دي چې طالبانو دا برید د نفوذي عناصرو په مرسته کړې ده.
خو د زابل والي رحمت الله یارمل وايي چې د څو تنو نفوذي کسانو په دې برید کې ۲۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
په همدې حال کې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پېښې په اړه لا معلومات نه لري.
دا له کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شوې تر ټولو خونړۍ حمله ده.
طالبانو په موافقه کې د تشدد د کمولو ژمنه کړې ده.