احمدولی سرحدی- دزابل امنیتی چارواکي یوځلی بیا دتلاشۍ پرځنځیردلسګونه کیلو ګرامه نشه یی توکو دنیولوخبرورکوی، ددې ولایت امنیت امروایی چې یاد نشه یی توکي تاریاک دي چې په ډير مهارت سره په یوه کرولا موټر کې ځاي پرځای سوی وه ،نوموړي زیاتوي چې دنیول سویو توکو په تړاویی یوتن موټر چلونکی هم نیولی او دیو بل خبرلمخی پولیسو یوتن وسله وال طالب قوماندان نیولی دی
د زابل امنیتی چارواکي په مرکز کلات کې د تلاشۍ پر ځنځیر دنشه یی توکو دنیولو خبر ورکوي ددې ولایت امنیت امر سمونوال غلام جیلانی خان فراهی وایی چې نیول سوي توکې ټول تاریاک چې وزن یی 25 کیلو ګرامو ته رسیږی، په ډیر مهارت سره په یوه کرولا موټر کې ځاي پرځاي سوي وه چې دکابل څخه دکندهار پر لوري وړل کیدل چې دمخدره توکو په وړاندي دمباریزې دپولیسو لخواه ونیول سول نوموړي زیاتوي چې پدې تړاویی یوتن نیول سوی چې په خبره یې تر تحقیقاتو وروسته به عدلی او قضایی ارګانو ته وسپارل سی
امنیه قومندان زیاتوي چې د نشه یی توکو دقاچاق په وړاندي یی کلکه مباریزه پیل کړې چې په وینا په تیرو څو میاشتو کې یی په زره ګونه کیلو ګرام نشه یی توکي ترلاسه کړی دی.
دفراهی په خبره په یوه یوتن وسله وال طالب قوماندان یی هم ددی ولایت په مرکز کی نیولی او خپل جرم باندی یی اعتراف کړی دی.
دیادوني وړده چې زابل دکابل کندهار پرلویه لاره پروت هغه ولایت دي چې زیاتر قاچاقي توکي پرهمدې لاره لیږدول کیږی چې ددې ولایت امنیه قومندانۍ دمسلکی کسانو په لرلو سره تر ډيره بریده توانیدلی چې پردې لویه لاره دنشه یی توکو دقاچاق مخنیوي وکړي.