په زابل کی دغزل شپی په نامه یوه په زړه پوري مشاعره چی لسګونه شاعران ورته دیوي او بلي سیمي څخه راغلي وه  جوړه سوه. دغه مشاعره دځوانانو لخوا په تودو ولولو او چکچکو بدرګه کیده .

ګڼ شمیر شاعرانو تیره شپه په مرکز کلات کی داطلاعاتو اوکلتور ریاست په نوښت او دحاجي عطاجان دخیریه بنسټ په مالي مرسته دغزل شپی په نامه مشاعره جوړه کړه . په مشاعره کی شاعرانو خپل شعرونه په ترنم سره ولوستل او دمینه والو لخوا له تاوده هرکلي سره مخ وه.

1په پښتو ادب  کی دشعر لیکلو کلیمه دمخ پرودي په حال کی ده . یوشمیر افغان فرهنګي څیړونکی وایی دا مهال په افغانسان کی زیات ځوانان په تول پوره شاعري کوي او دغه راز دخپلی ژبی دبډایني لپاره شپه او ورځ هڅه کوي ،
څیړونکي پدی باور دي چی کی ددي هیواد  ادیبان لاس په کار شی نو دا هیواد به هم د ادبیاتو دیو پیاوړي مرکز په نوم ونومول شی .

که څه هم په افغانستان کی اوسمهال دشعر لیکلوکو لپاره زیات ځوانان هڅول کیږی خو څيړونکی وایی دشعر پخوالي دژبی دراتلونکي لپاره تاریخي قدامت پیدا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *