خبریال: سرحدي- په زابل کې نن یوې ځانوژونکې حملې لږترلږه دوه تنه وېژلي او دوه نور ژوبل کړي دي.

د زابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی وايي چې نن (دوشنبه مازیګر ۶ :۳۰ ) د دې ولایت مرکز کلات اړوند کلاسیمه کې یوه ځانمرګې خپل زرنج ډوله موټرسایکل ته چاودنه ورکړې چې په ترڅ کې يې یوملکي کس او یو ملي پولیس وژل سوې دي او د یوه پولیس په ګډون ۲ ملکي کسان ټپیان سوي دي.

ښاغلی روغ لیونی وايي په دې چاودنه کې ځانمرګی له منځه تللی او د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

په زابل کې په تیره یوه میاشت کې د موټرسایکل د ادریمه چاودنه ده چې پکې د ملکي کسانو په ګډون امنیتي ځواکونه په نښه کیږي.

ځوورځې وړاندي په مرکز کلات کې د چاودنې پرمهال د پنځو ملکي کسانو په ګډون پنځه ملي پولیس ټپیان سول.
په جنوبي ولایتونو په تېره بیا زابل، روزګان، کندهار او هلمند کې دا ډول پېښې دومره زیاتې کېږي چې نور رسنیو ته خبر نه ښکاري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *