۱۳۹۴ د وري ۱۶
د زابل ولایت په شهر صفا او شینکۍ ولسوالیو کې څلور بابه ښوونځي، چې د ځینو لاملونو له امله له څه مودې راهیسې تړلي وو، د سیمې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شول.
په دغو ښوونځيو کې د شینکۍ ولسوالۍ د شینکۍ، چونې او سپېدار لومړني ښوونځي او د شهر صفا ولسوالۍ د داود شاه لومړنی ښوونځی شامل دي. د یادو ښوونځيو له پرانېستې سره څه باندې ۳۵۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.
دغه راز د یاد ولایت په مرکز او شاه جوی ولسوالۍ کې څلور بابه ښوونځي نوي تاسیس شول. ددې ښوونځيو جوړېدل د هغو سلګونو زده کوونکو لپاره د زده کړو زمینه برابره وي، چې د لارې د لرې والي له امله تر دې مهاله له ښوونځيو لرې پاتې وو.
د حضرت عثمان (رض)، حضرت عبدالله بن عباس (رض) او حضرت حمزه (رض) په نومونو درې لومړني ښوونځي د زابل په مرکز کلات او د ډاکتر امین په نوم لومړنی ښوونځی ددې ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې نوي جوړیږي. ددې ښوونځيو له تاسیس او ایجاد سره د سیمې شاوخوا ۸۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د پوهنې وزارت ویاړي، چې د هېواد په ټولو سیمو کې د متوازنې ښوونې او روزنې د اسانتیاو د برابرولو لپاره یو پر بل پسې خپلې ژمنې پوره کوي او په دې لاره کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي. دغه راز پوهنې وزارت له ټولو خلکو غواړي، چې د ښوونیز نظام په پیاوړتیا او پراختیا کې هلې ځلې وکړي او خپله ایماني او وجداني دنده ترسره کړي.