خبریال: محبوب حکيمي –
د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ پهّ یولړ نښتو کې دواړه لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني د زمري په ۲۵مه، رسنيوته په خبروکی وویل چې دغه پيښي تیر مازیګر رامنځ ته شوي دي.
نوموړي وویل چې د کلات اړوند د سپينې غبرګي په سیمه کې وسله والو طالبانو د ایساف ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید کړي چې پر مهال یې د تیلو یو ټانکر سوځیدلی خو چاته پکي زیان ندي اوښتی.
د ده په خبره چې تیر مازیګر د نوبهار ولسوالۍ په اړونده سیمو کې پر هغه امنیتي کاروان د سړک د غاړې د ماین چاودنه شوې چې یادې ولسوالۍ ته روان و.
روغ لیونی وايي چې په چاودنه کې یو رنجر ویجاړ شوی او درې پولیس ټپیان سوی دی دده په خبره چې په همدې سیمه کې امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته شوې چې په ترڅ کې يې شپږ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
بلخوا وسله وال طالبان وايي په چاودنو او بریدونو کې يې دولتي لوري ته پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.
قاري یوسف احمدي وايي چې د کلات، میزانې، شینکۍ، نوبهار او شهرصفا ولسوالیو په اړونده سیمو کې يې په مخامخ بریدونو او چاودنو کې تر شلو ډیر دولتي سرتیري وژلي او تر لسو ډير موټر یې له منځه وړي.
خو د زابل امنیه قوماندان وايي چې د میزانې ولسوالۍ نښتې کوم زیان نه درلود او په شینکۍ او شهرصفا کې کومه امنیتي پيښه نده شوې.