دزابل امنیتي چارواکي خبرورکوي چي  پّه مرکز کلات کې دنشه يي توکو په وړاندي دمبارزې پولیسو یوځل بیا په زیات شمیرنشه يي توکي ونیول، ښاغلی فراهي وايي چي پدې تړاو يې درې تورن کسان هم نیولي دي.

دزابل امنیه قومنداني امنیت امر سمونوال غلام جیلاني خان فراهي خبرورکوي چي په تیرو دوه ورځو کې یوځل بیا ملي پولیسو دمرکز کلات دتلاشي پرځنځیر باندي ۹۰ کیلوګرامه تاریاک ونیول.

ښاغلی فراهي وايي چي پدې تړاو يې درې تورن کسان هم نیولي دي چي ترځیړنو وروسته به عدلي اوقضايي ارګانونو ته وروپیژندل شي

په زابل کې په تیره یوه میاشت کې دا نهم ځل دی چي دملي پولیسو لخوا زیات شمیر نشه يې توکي نیول کیږي.

احمدولي سرحدي – د زابل درسنیومرکز رېیس

0 thoughts on “په زابل کې ډېره اندازه مخدر مواد ونیول شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *