زابل کې د163ميليونه افغانيو په لګښت ديو سل بستريز روغتون دجوړيدو ډبره کيښودل شوه. نن تر غرمي مخکې په زابل ولايت مرکز کلات کې ديوشمير مراسمو په ترڅ کې چي دزابل والي خيال محمد حسيني،امنيتي مسٶلينو، د ملکې ادارو مسٶلينو، قومي مشرانو اويو شمير ځوانانو ګډون کړى وو دپټۍ په پري کولو سره دسل بستريز روغتون دجوړيدو ډبره کيښودله.
د زابل ولايت د عاميروغتيا ريس ډاکتر لعل محمد توخى وويل دغه سل بستريز روغتون چي په مرکز کلات دنمرو په سيمه کې مو دتهداب ډبره کيښودله د عامي روغتيا وزارت له انکشافى بوديجى څخه د163ميليونه افغانيو په لګښت په دوو کلونو کې دګربت دريابى شرکت له لوري جوړ شي.
بلخو دزابل والي خيال محمد حسيني ديادو مراسيمو پرمهال وويل چي دياد روغتون اوپه ولسواليوکې ديوشمير نويو کلنيکونو په جوړيدو سره به د صحت په برخه کې دزابلي ولسونو ستونزي راکمي شي. ديادوني وړده چي’وړاندي تردي په زابل مرکز کلات کې يو ولايتي روغتون وو چي دمرکز اوله ولسواليو راتلونکې ناروغان به له زياتو ستونزو سره مخ وو چي په دي سره به ياده ستونزه تر ډيره راکمه شي. انورالله_انوري