تاند- د زابل ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۱۱ انتحاریانو په شمول ۲۴ وسله وال طالبان په تصادفي ډول ووژل شول.
د زابل مرستیال امنیه قوماندان غلام جیلاني فراهي وویل، دا کسان په یوه چاودنه کې، چې تصادفاً وشوه، ووژل شول.
فراهي سینهوا خبري اژانس ته وویل«یو شمېر طالبانو نن /دوشنبه/ سهار په خاک افغان ولسوالي کې له یوه انتحاري واسکټ سره لوبې کولې چې ناببره وچاودېده او ۲۴ تنه ووژل شول. د هغوی په منځ کې ۱۱ تنه انتحاریان ول.»
د زابل ولایت مطبوعاتي دفتر هم د فراهي په قول ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د حاک افغان لپاره د طالبانو ځانبولی ولسوال محمد هاشم ورور او یو شمېر بهرنیان شامل دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د خاک افغان ولسوالي د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.