د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د پولیسو د یو کمین په ترڅ کې څلور تنه چې درې يې ځانمرګي برید کوونکي او یو یې هم د دوي موټر چلوونکی و وژل شوي
ددې ولایت د امنيې قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وايي چې یاد ځانمرګي برید کوونکي په یو مازدا ډوله موټر کې سپاره وچې غوښتل یې د سیوري ولسوالۍ د جلدک د سیمی له لاری زابل یا کندهار ته ځان ورسوي
نوموړي وايي چې تیره شپه پولیسو معلومات تر لاسه کړي و چې یوه ډله ځانمرګي بریدکوونکي غواړي چې پر دولتي اهدافو بریدونو وکړي او دوي یې د مخنیوي لپاره تیره شپه هم عملیات ترسره کړل خو بریالی نشول خو نن سهار د شهرا پولیسو د یو کمین پر مهال دغه مازدا موټرو له سپرو بریدکوونکو سره یو ځای له منځه یوړ
هغه وویل چې په وژل شویو کې درې تنه ځانمرګي بریدکوونکو انتحاري واسکټونه هم اغوستي و او څلورم یې واسکټ نه درلود او موټر چلوونکی و
روغ لیونی زیاته کړه چې په یاد مازدا موټر کې ۴۰ ټنه چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوی و او غوښتل يې چې په وسیله یې په کلات یا کندهار ښار کې برید ترسره شي
امنیه قوماندان چې د پيښي په ځای کې یې معلومات ورکول وویل چې د وژل شویو کسانو جسدونه په مکمل ډول له منځه تللی دی
نوموړی وايي چې پولیسو د یاد برید د مخنیوی لپاره د استوګنی له سیمو لیری کمین نیولی و چې له امله یې عامو خلکو ته زیان ندی رسیدلی،