د زابل ولایت سلګونو اوسیدونکو نن د یوې مظاهرې پر مهال له مرکزي دولت څخه د زابل د امنیه قوماندان د لیري کیدو او دپولیسو په برخه کې دپراخو اصلاحاتو غوښتنه وکړه خو د دې ولایت امنیه قوماندان وایي چې ځیني کړۍ يې د قانوني کارونو مخه نیسي او تر هغه به خپلې دندې ته دوام ورکړي تر څو د مرکزي دولت له لوري ورته پدې اړه لارښوونه نه وی شوې

دغه مظاهره چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د کلات له عیدګاه جومات څخه پیل شوه پکې سلګونو کسانو برخه درلوده او د زابل د امنیه قوماندان پر وړاندي یې شعارونه ورکول

ددې ولایت د ولایتی شورا رییس حاجي عطاجان وویل چې د زابل پولیس او پخپله امنیه قوماندان په فساد او د خلکو په زورولو کې لاس لري او دوي غوښتنه کوي چې له دې وروسته باید له خپلې دندي لیري شي.

نوموړي وویل چې امنیه قوماندان په اړه یې شکایتونه د کورنیو چارو وزرات او ولسمشر ته رسولي خو تر اوسه ورته مثبت جواب ندي ویل شوي ځکه دوي اړه شول چې مظاهره وکړه

د مظاهرې یو شمیر ګډونوال وایي چې که یې غوښتنه ونه منل شي نو د دوي مظاهرې به دوام وکړي

دوی وویل چې لاریون د امنیه قوماندان پوري اړه لري که په یوه ساعت کې لیري شي نو په یوه په یوه ساعت کې به پای ته ورسیږي او که وخت په ووزي نو د دوي مظاهرې به هم دوام وکړي

خو د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی وايي چې په زابل کې د وظیفې د سرته رسولو لپاره کومه دلچسپي نلري خو د کورنیو چارو د وزارت له لوري د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي او د هغوي په هدایت به لیری کیږي.

نوموړي وویل چې د کورنیو چارو وزارت ورته یو مکتوب لیږلی چې پکې د یو سیمه ییز مخور له لوري د غصب شوې ځمکې د بیرته اخیستلو لارښوونه شوې خو ځیني کسان غواړي چې د قانون د تطبیق مخه ونیسي خو دی به یې غوښتنو ته تسلیم نشي.

امنیه قوماندان وايي که چیري د ولایتي شورا د وکیلانو او سیمه ییزو زورواکو شخصي غوښتني ومني نو ښه سړی دی خو که قانون تطبیقوي نو بیا یې پر وړاندي دا ډول مظاهرې کیږي.

دا مظاهره په داسي حال کې کیږي چې تېره ورځ د زابل د ولایتي شورا رئیس او یوشمېرنورو غړو د خپل دفتر دروازه هم په احتجاجي توګه وتړله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *