د ښوونې او روزنې مهمه برخه غیر رسمي ښوونه او روزنه ګڼل کیږي، غیر رسمي ښوونه او روزنه هغه ښوونې او روزنې ته وايي چې ماشومان، نوي ځوانان او یا هم ټول خلک له ښوونځۍ، پوهنتونه یا بلې کومې ښوونیزې ادارې نه بیرون له محیط، ټولنې، خلکو، د مطالعې په مرسته، په مسجد شریف کې، له لویانو متنفذینو او رسنیو نه څه زده کړي.
د یادولو وړ یې بولم چې د شخصیت په ټاکلو کې تر رسمي زده کړو غیر رسمي زده کړې زیات رول لري، ماشومان او نوي ځوانان طبیعتآ پند او نصحیت نه خوښوي خو هغه څه یا هغه څوک چې ښه ورته ښکاري زیات تقلید ترې کوي، کیدای شي ماشومان یا نوي ځوانان له مشهورو لوبغاړو، سیاستوالو، بډای خلکو، ژورنالستانو، ډاکترانو… تقلید وکړي خو په اوسني وخت کې زموږ په اوسنۍ ټولنه کې زیات تقلید له فلمي ستورو او اکټرانو کیږي او د دوی کړه وړه ماشومان او نوي ځوانان تقلید کوي او د هغوی تر اغیز لاندې راځي. او د هغوی عملونه او کړه وړه چې ترسره کوي یې د دوی په چلن کې ظاهریږي او په دې سره یې د ځان عادت ګرځوي.
دا چې شخصیت د کړو وړو، چلن او عادتونو ټولګه ده نو د راتلونکي شخصیت برخه یې ګرځي، څنګه چې شخصیت ټاکل له رسنیو او محیط سره څه ناڅه اړیکه لري نو پوښتنه راولاړیږي چې زموږ د هیواد اوسنۍ رسنۍ او د هغه اړوند خپرونې زموږ ځوانانو ته څه ډول شخصیت وربښي او خپل دا دروند مسئولیت څنګه ادا کوي؟
د ادبیاتو له نظره نه بلکي د ښوونې او روزنې له نظره که ورته وکتل شي کیسې، ناولونه، داستانونه، ډرامې، فلمونه، او سریالونه هر یو ځانګړی درس دی او هر یو مرکزي کریکټران لري چې کریکټر یو سپیڅلی، ریښتنی، غیرتي، په دین اوخاوره مین شخص وي او په دې سره په لوستونکو او لیدونکو ه په غیرمستقیمه توګه وفا، سپیڅلتیا او د دین او هیواد مینه ور زده کوي او هڅوي یې تر څو لیدونکی هم یو سپیڅلی، ريښتنی، وفادار، متقي او په دین او خاوره مین ووسي. خو مهم شرط دادی چې دا هر څه له دین، کلتور،عنعناتو او ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.
له بده مرغه چې په اوسني وخت کې چې کوم سریالونه، داستانونه، فلمونه زموږ په اکثره رسنیو کې خپریږي زموږ له دین، کلتور، عنعناتو او ارزښتونو سره کاملآ په ټکر کې دي د بیلګې په توګه د نورو هیوادونو را ژباړل شوي سریالونه، که د هغوی جامو او اعمالو ته متوجې شو هر هغه بهرني سریالونه چې پښتو یا دري ته ژباړل شوي له لاندې پېښو به خالي نه وي:
- طلاق
- مخکې تر واده کول حامله کیدل
- مخکې تر واده اړیکه ساتل
- بربنډوالی
- او داسې نور
چې دا اعمال زموږ مقدس دین اسلام، افغاني کلتور او ارزښتونو خلاف دي او کوم پیغام چې په غیر مستقیم ډول لیدونکو ته ورکوي اویا ترې کوم تقلید کیږي په هیڅ صورت داسې پیغام نه شي ورکولی چې زموږ ځوانان او ماشومان د په اسلامي او افغاني روحیه روزل شي چې کار او هر مسلمان او افغان ته د قبول او منلو وړ نه دي.