استاد یا معلم د هرې ټولنې څراغ بلل کیږي او هر وګړی ورته په پوره احترام قایل وي.
خو دلته د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له څو کلونو راهیسي د مرکزې لیسې (حبیب الله زرمتي) استادان په مرموز ډول وژل کیږي، چې پرون هم د بیالوژي او کیمیا د برخې یو تکړه استاد جان محمد په خپل کور کې په وینو رنګ شو(ووژل).

زرمت د پکتیا له هغو ولسوالیو څخه ده چې له څو کلونو راهیسې نارامه ده او وسله وال طالبان پکې زیات کنترول لري.

یاده پښه د هغه په کور کې وشوه چې ورسره یې  ورور او وراره هم زخمیان دي. ښاغلی استاد تر اوسه له چا سره کومه بدي نه درلوده او نه یې هم د کومې مرغۍ زړه ازار کړی. ولي د خلکو او دولت د بې کفایتۍ له وجې نن ټول ولس بیا د غم په ټغر کښیناست. د ځايي خلکو په وینا پیښه لا هیڅ څرګنده نده، خو ځيني نږدې ګاونډیان بیا دا پړه پر غلو اچوي چي د استاد نه یې  پیسې غوښتې. خو ښایی دا دروغ وي ځکه استاد دومره امکانات نلرل چې غله دې د ده د کور غلا ته زړه ښه کړی وي.

دا په داسي حال کې کیږي چي د زرمت معارف له صفر سره د ضرب پّه حال کې دی. د جګړې له کبله تل همدا معارف قرباني وي. زرمت هغه یوه لویه ګڼ نفوسه ولسوالۍ ده چې ډيری ځوانان یې اوس درس سره بې کچه مینه لري، ولې ځايي ستونزې او د زرمت حکومت، طالبانو ترمنځ ډول ډول ستونزې راپیدا کړې چي په پایله کې تل ولس قرباني ورکوي.

که څه هم د زرمت د معارف لپاره  ځایی طالبانو هم خپل چلند بدل کړی او حتي د سمون لپآره یې خپلې مټې رانغاړلې ولي حکومت ورسره بیا ځینې کارونه نه مني. دلته اوبه پوره خړې دي. حل معلوم نه دی. ټول پکې ماهیان نیسي. ملکي وګړي هر ورځ د جنګ، په لاره خښ شوي بمونو او مرمزو وژنو ښکار کېږي.

 هیره دې نه وي، چي د استاد  قتل  تنها د یو شخص نه ده، بلکې د ټول ولس وژنه ده! او دا دریم استاد دی چې په خپل کور کې په ډير بې رحمانه توګه وژل کیږي، بلکې استاد سورګل او تیر کال مولوی نظر چې د اسلامیات استاد و، هم په مرموز ډول د خپل کور ترڅنګ په ګولیو وویشتل شول!

حکومت او ځايي خلک یې که غم ونه خوري، ښایی خلکو ته بیا هغه د تیرو پیړيو ترخې خاطرې تکرار شي، چي ښوونځي ته تګ به یی کفر باله. او راتلونکی نسل به بې بې سرنوشته لوي شي. ولې نن هم شاید ډير استادان خپله پاک او مقدسه دنده له لاسه ورکړي، چې ګویا د دوی ژوند ته خطر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *