۱۳۹۲کال دچنګاښ دمیاشتې په لومړۍ نیټه دزرنج دښاروالۍ له خوااودرمپ اپ مؤسسې اودښځوچارودریاست په مرسته دښځوچاروپه ریاست کې یوه غونډه دایره شوه.داغونډه چې دښځینه مارکیټ په هکله دمعلومات ورکولوپه موخه جوړه شوې وه سهارپه لسوبجوپیل اودغرمې په دولسوبجوپای ته ورسیده. په دې غونډه کې چې دزرنج ښاغلي ښاروال صاحب، دنیمرزودښځوچاروآغلې رئیسه ،دزرنج ددفترمشرښاغلی سیدعبدالحی اوګڼ شمیرهغوخویندګډون کړی وه چې دلاسي هنرپه ګانه سمبالې وې ښاغلي ښاروال صاحب ګډونکوونکوته خپله ویناوړاندې کړه اوښځې ېې په دې مارکیټ کې دونډې اخیستلولپاره وهڅولې وروسته بیادنیمروزدښځوچارو رئیسه آغلې آمنه حکیمی خپلې څرګندونې ګډونکوونکوته وړاندې کړې ورپسې دښځینه مارکیټ پریزینتشن دآغلې تورپیکۍ وکیلی له خواګډونکوونکوته ارایه شو چې ګډونکوونکوته خوراپه زړه پورې ؤاوپه پای کې ښځوخپله لیوالتیاپه دې مارکیټ کې دونډې اخیستلولپاره څرګنده کړه دوې ډیرې خوشحاله وې چې په زرنج کې داسې یوځانګړی ځای دښځولپاره دښاروالۍ له خواجوړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *