تاند- د افریقايي هیواد مالي په پلازمېنه باماکو کې په زرګونو خلک پر دغه دېوال د سپین بخونه انځور لیدلو ته راځي او وايي چې دا نښه، چې په خپله پیدا شوې ده، د یوه سړي ده چې لمونځ کوي.
دوی وايي چې پر دغه دېوال، چې د یوه تشناب دېوال دی، دا نښه د خدای تعالي له لوري جوړه شوې او خاص الهي پیغام لري.
د باماکو بلوا ضد پولیس مجبوره شوي چې د دېوال په شاوخوا کې، چې شپه و ورځ یې په زرګونو خلک لیدو ته راځي، ځای پر ځای شي.
د مالي د جنوب اکثره اوسېدونکي مسلمانان دي او د یوې منځلارې صوفیانه طریقې، چې تیجاني نومېږي، پیروي کوي.
د سیمې ځینو اوسېدونکو له رسنیو سره په مرکو کې ویلي چې د دوی په باور د دېوال نښه د حضرت پیغمبر نښه ده.
دا ډول عقاید یوارې په مالي پوري نه رالنډېږي. افغانانو هم په ځلونو په مېوو، ونو، غوښو، ورېځو … کې د خدای تعالي د نښو د لیدلو ادعاوې کړي خو هغوی چې په دیني علومو کې د تخصص خاوندان دي، باور لري چې د خدای پاک نښې باید په مېوو، د څارویو په غوښې….. کې ونه لټول شي بلکې عالمونه، چې تراوسه پوري یې ساینس د وسعت او لویوالی د اندازې په معلومولو کې عاجز دی، د خدای تعالي د د وجود او خلقت تر ټولو لویه نښه ده.
د مالي دې سیوري ډوله نښې لیدو ته حتي له سینیګال او د مالي د حکومت وزیران او مذهبي مشران هم راځي.
سبحان الله
ډیر په زړه پوري دی.