مسرت شاهین د مخه هم د مولانا فضل الرحمن پر وړاندې ټاکنو ته درېدلې وه ـ د مولانا بری له پیله باوري و، خو مسرت شاهین خپله ماتې بری ګاڼه، چې د مولانا سیالي ته د یوې ښځینه او بیا فلمي ستوري درېدل هغه هم ډېره اسماعیل خان کې وړ خبره نه ده… مسرت شاهین له مولانا کمزوري نوماند پر وړاندې هم درېدای شوای، چې د بري چانس یې دومره ګران نشوای ګڼل کېدای، خو د مسرت شاهین په وینا له بل کاندید د ګټلو په پرتله د مولانا په مقابله کې له بایللو خوند اخلي، چې د مولانا پر وړاندې درېدنه خپله یوه کامیابي ده.
د مسرت شاهین په خبره، له هغو کسانو سره حساسیت لري، چې له خلکو سره رښتیني نشي اوسېدای. ددې په اند مولانا له خلکو سره مخلص نه دی…
مسرت شاهین اویایمه لسیزه کې د فلمي نړۍ له مشهورو ستوریو ګڼل کېده ـ دا د مولانا صاحب د ځوانۍ وختونه و ـ سړی نپوهېږي چې د مولانا او مسرت شاهین ترمنځ کومه توره پیشو تېره شوې، چې مسرت شاهین یې دغسې انتقام ته اړ کړې ده ـ دا چې د بېوفایي انتقام دی که د دوکې سړی څه نشي ویلی ـ چې د بازار حسن یوې آغلې هم له یو بل مولانا او صاحب حق سره له خپلو اړیکو پرده پورته کړې وه…
د مولانا پر وړاندې د مسرت شاهین سیالي لږ تر لږه د وراسته او ډبرین واکمن ذهنیت پر وړاندې د راپورته کېدو تېږه کېښوه ـ دلته مسرت د مولانا په مقابل کې د خپل بري غورې نه وې کړې، خو د مولانا د ماتولو ټټر یې وهلی و ـ ددې په وینا همدا د مولانا ماتې او رسوایي ده چې مسرت شاهین یې پر وړاندې درېدلې ده….
بل اړخ ته مولانا هم دغسې مقابله خپل بری ګاڼه ـ داسې چې یو شمېر به د مسرت په غبرګون پرده ور مات شي، چې که له مسرت لاندې اوسي که باندې مزې دده دي، چې مولانا د خوند او خرپ دواړو قایل دی، د مسرت په مقابله کې ده خوند او خرپ دواړه موندلای شوای.
مسرت شاهین له خپل بایلات وروسته رسنیو ته ویلي، چې بیا به هم د مولانا مقابلې ته درېږي ـ چې زړه یې لا یخ شوی نه دی ـ د مسرت شاهین زړه دومره سخت نه دی، چې زړونه ټول د غوښې اوسي ـ ما حرم کې د مسرت شاهین د نرم زړه یو څرک لیدلی، چې د اوښکو څومره غټ څاڅکي یې له سترګو څڅولای شوای…
پوښتنه داده چې مسرت شاهین څرنګه مولانا ته دومره سخت او ډک زړه ګرځوي ـ چې په دریو ټاکنیزه سیالیو یخ شوی نه دی.
نن مې د مسرت شاهین د ورور مرکه د پاکستان د ټاکنیز مهال یوه ورځپاڼه کې لوسته ـ چې ټاکنو کې یې د مولانا پر وړاندې د خپلې خور په درېدو نیوکه کړې وه…
ده خپله مرکه کې ویلي :((موږ شریف او خانداني خلک یوو ـ مسرت شاهین ته نه ښائیدله ټاکنو کې د مولانا پر وړاندې درېدلې وای…))
داسې ښکاري، ده د مولانا صاحب شرافت ننګولی ـ یا دا چې دده په اند ټاکنیزه سیالي د شریفو او خنداني خلکو چاره نشوای ګڼل کېدای.
المعنی فی بطن الشاعر ـ ددغه خبرې مفهوم دی خپله په سمه بڼه وړاندې کولای شي، خو موږ هم حق لرو دې ته له خپله انده مانا راوباسو ـ دا داسې یوه جمله ده چې خورا پراخ مفهوم وړاندې کولای شي.
د مولانا صاحب شخصیت له دغه مفهوم او معنا سره څومره اړخ لګولی شي؟ دا داسې پوښتنه ده چې ځواب یې خورا آسان خو ډېر ګران دی ـ د اسانه پوښتنې ګران ځواب یا د ګرانې پوښتنې آسان ځواب!
له محور ورځپاڼې په مننې
ته دقانع په نسبت دکمو نمرو مستحق يې ځکه چې دمولانا دسامان توصيف دي ندي کړی،نوهجوه دې ناقصه ده اودنني اخباري پښتو ليکنو معيار دي ندی خپل کړی