استاد اجمل ښکلی

د تصوف د وحدة الوجود له مخې هر څيز د خداى له ذاته رابېل شوى دى او چې چا ته ځان بېل ښکاري، هغه لکه د درياب پر مخ بړبوکۍ(حباب) ده، چې په ظاهره خو له دريابه بېله ده؛ خو په اصل کې له دريابه پرته يې وجود ممکن نه دى او د همغه درياب له اوبو جوړه ده.

په تصوف کې له وحدت نه کثرت ته سفر په مثالونو کې وړاندې کېږي او د دې لپاره يو مثال د ونې او زړي دى، چې په زړي کې ونه پټه ده. مطلب په وحدت کې کثرت دى.

په تصوفي شاعرۍ کې سمبولونو ته تمايل ډېر دى، يو لامل يې وحدت او کثرت هم دى. سمبول يو وي، خو ماناوې يې ډېرې وي.

د شاعرۍ ژبه د لنډيز ژبه وي. هغه لنډيز چې په نثر کې شونى نه دى، په شعر کې شونى دى. پوره يوه فلسفه ښايي په يوه نظم يا يوه بيت کې وړاندې شي. همدا علت دى، چې پر شعر باندې ډېرې خبرې کېږي او تعبيرونه او تفسيرونه يې ډېر وي. وايي، چې د مولينا پر مثنوي ٩٤ شاوخوا حاشيې ليکل شوې دي. دروېش وايي:

دا د رقيب خبرې هم له ياده مه باسه ته

دا د مار زهر به دې هم چېرته په کار شي اشنا

له شعري رموزو نه نيولې د دې بيت تر مضمونه پورې پر دې بيت يو کتاب خبرې ممکنې دي. مثلا: د رقيب مغرضانه خبرې يې زهر ګڼلې دي، چې سړى وژلاى شي. رقيب يې مار بللى دى، چې له ټکه پرته يې بل چل نه زده؛ خو څرنګه چې د مار زهر په درملو کې کارېږي او خلک د وژلو پر ځاى له مرګه راګرځوي، دغسې د رقيب خبرې هم کله ناکله ښې وي. ښې په دې وي، چې د يوه چا په اړه سړى له افراطي خوشباورۍ راګرځوي او په نظر کې يې توازن پيدا کوي. له دې بيته ډېر پېغامونه راوځي. يو، چې د خپل دوښمن هم درناوى پکار دى، چې دوښمني يې ښايي کله ناکله ستا حثييت او شخصيت ته ګټه ورسوي، تا ته د ودې او پرمختګ زمينه برابره کړي. دوه، نړۍ يواځې په خوږو، خوشحالۍ او ملګرتيا نه چلېږي، د خوږو- ترخو، خوشحالۍ- خپګان او دوښمنۍ- دوستۍ پر تضادونو ولاړه ده. درېيم، د دوښمنۍ له تجربې هم ښايي په ډېر ښه ځاى کې استفاده وکړې او دا درسره يوه تجربه پاتې شي.

داسې، هر سړى د دروېش له دې بيته په لسګونه ماناوې راايستاى شي.

شاعر خپلې شاعرۍ ته کوډونه ورکوي او چې کله يې خپروي، له لوستونکي نه هيله کوي، بلکې کله ناکله يې ننګوي، چې دا کوډونه دا کونجۍ پيدا کړي او د شعر د ناسپړلو ماناوو د بندو خزانو ورونه پرې پرانيزي؛ نو که لوستونکى ماهر وي او کوډونه پيدا کړي، د شعر مانا په اسانه پيدا کولاى شي.

همدا کوډونه د شعر هنري ارزښت دى او که شاعر ترې استفاده ونه کړي، شعر ته يې شعر نه واىي. ښه وعظ به وي، فلسفه به وي، علمي خبره به وي؛ خو شعر به نه وي، ځکه نو شاعر مجبور دى، چې کوډونه وکاروي.

کوډونه همغه شعري وسايل دي، چې تر شا يې نورې ماناوې پرتې وي او چې لوستونکى يې لولي؛ نو د زنځير د کړيوو غوندې يوه مانا له بلې او بله له بلې سره يوځاى کوي او د شعر مانا او مفهوم ته ځان رسوي او له يو بل سره له ارتباطه د مانا/مفهوم يو جال جوړوي.

د کوډونو او ماناوو ترمنځ ارتباط پر مشابهت، تضاد، تناسب او نورو وجوهاتو ولاړ دى. مطلب، تشبيه، استعاره، سمبول، کنايه او…هغه کوډونه دي، چې شاعر ترې استفاده کوي.

د مفهوم په دې جال کې ځينې کوډونه اۤر(اساسي) نقش لوبوي او د شعر د ملا تير وي او ځينې مرستيال، چې اصلي کوډونه له يو بل سره کوشيروي.

د دروېش په بيت کې د (رقيب، مار، خبرې او زهرو) کوډونه اۤر دي؛ خو (دا، اشنا) او ښايي ځينې نور کوډونه مرستيال کوډونه دي، چې له اصلي کوډونو سره د مفهوم په بشپړتيا کې مرسته کوي.

د دروېش په شعر کې (رقيب، مار، خبرې او زهرو) ته ځکه اصلي کوډونه وايو، چې تر شا يې نورې ماناوې پټې دي.

دروېش چې د صراحت شاعر دى، اسانه کوډونه کاروي او په اسانه يې سړى د زړه په مراد پوهېداى شي. له دې نه ښکاري، چې څه کوډونه اسان او څه پېچلي وي.

مخکې مو وويل، چې شاعري د اختصار هنر دى، اختصار يې په کوډونو کې دى او نثري تفصيل ته به يې د رسېدو لپاره کوډونه خلاصوې.

تر اوسه چې شعري اختصار مشهور و او له هرې کلمې نه د کوډ په توګه استفاده نه کېده، د شعرونو راسپړل اسانه وو؛ خو اوس چې په شعري اختصار کې هم اختصار ته تمايل وينو، د شعرونو ماناوې راته سختې دي.

پخوا چې تشبيهات او استعارې ډېرې کارېدې، يواځې شعري اختصار و؛ خو په اوسنۍ شاعرۍ کې چې سمبولونو ته تمايل پيدا شوى، په شعري اختصار کې اختصار پيدا شوى دى.

ځکه چې تشبيه کې دواړه خوا او په استعاره کې لفظي قرينه وي؛ خو په سمبول کې چې يوه خوا وي او لفظي نه، عقلي قرينه وي او يوه خوا ىې حذف شوې وي؛ نو په شعري اختصار کې اختصار راغلى.

بېلګه به ډېره سمه نه وي؛ خو که د دروېش له شعره لومړى بيت لرې کړو او يواځې وروستى بيت يې راوړو؛ نو ښايي زموږ موخه څرګنده شي:

دا د مار زهر به دې هم چېرته په کار شي اشنا

که دا د يوه نظم يا يوه بل غزل خپلواکه مسره وګڼو؛ نو ښايي پوه شو، چې دلته (مار او زهر) سمبولونه او کوډونه دي، چې تر شا يې نورې اصلي ماناوې پرتې دي.

يو وخت شعري اختصار هنر ګاڼه شو؛ خو اوس ځينو ته په شعري اختصار کې اختصار هنر او نوښت ښکاري؛ نو د هغو شعرونو شننه اسانه وه؛ خو د دې شننه سخته ده.

کوم شاعر چې ىواځې شعري اختصار غواړي، هغه ښايي ووايي، چې:

مرګ لکه شپه ده

چې څنګه راشي

هر څه خاموش کړي

خو څوک چې تر دې هم اختصار غواړي او خبره نوره هم په پردو کې نغاړي او دا پټول خوند ورکوي، هغه له شپې سره نه مرګ کاروي، نه لکه، چې تا ته يې مانا سانه شي، لنډ وايي:

شپه راشي

هر څه خاموش کړي

اوس نو د لوستونکي د ذهانت ازمايښت دى،چې د شاعر مانا ته ځان ورسوي، چې شپه خو شپه نه ده، د يوې بلې مانا لپاره کوډ دى او هغه مانا د مشابهت د اړيکې پر بنسټ پيدا کوو، هغه به مرګ وي، ځکه د شپې تياره د مرګ ابهام ښيي او څرنګه چې شپه هر څه غلي کړي، دغسې مرګ هم يو له شوره ډک انسان داسې غلى کړي، لکه هېڅ چې تېر شوى نه وي؛ نو د شپې او د مرګ ترمنځ د مشابهت له ارتباطه پوه شو، چې شپه د مرګ سمبوليک کوډ دى.

د دې نظم په دويمه بڼه کې وينو، چې (شپې) د (مرګ) او (لکه) دواړو مسووليت پر غاړه اخيستى. مطلب په سمبوليکو شعرونو کې يوه کلمه ډېر مسووليت او ډېرې ماناګانې اخلي.

کوډونه يواځې سمبوليک نه وي، ښايي علامي(نښه ييز) کوډونه هم وي. په يوه شعر کې ګاډى د نوي مهال نښه وي او ډيوه زاړه ولاړ وخت ته اشاره وي. اشرف مفتون وايي:

زه د ويرې رابيدار شم

ګېرچاپېره نظر وکړم

پاس په تاخ کې د شړشمو

يو ډيوه راته بلېږي

نه رباب، نه ترانه شته

نه ساقي، نه پيمانه شته

نه بلبل، نه اشيانه شته

په دې نظم کې (بيدارېدل، ويره، نظر، د شړشمو ډيوه، رباب، ساقي، بلبل او اشيانه) که کوډونه شي؛ نو پکار ده، چې دا کوډونه لکه د زنځير کړۍ له يو بل سره ونښلوو، بيا يې تر شا له پرتو ماناوو سره هم همداسې ونښلوو؛ نو ښايي دا مانا ترې واخلو، چې موږ چې لا د زاړه وخت خوبونه وينو، له ويرې رابيدار شو(نوي مهال ته تيار نه يو)؛ خو نوى مهال مو چې په زور راويښ کړي او په ځان پسې مو راکاږي؛ نو ګرچاپېره ټول وسايل بدل دي، نه رباب شته، نه ساقي، نه بلبل(دا ټولې د زاړه وخت نښې دي، زوړ وخت ښيي)؛ خو يوه ډيوه راته بلېږي(ډيوه که د خپل زاړه ذهن نښه وبولو؛ نو مطلب ترې دا راووځي، چې نو هر څه بدل دي، وخت نوى دى؛ خو زموږ ذهنونه لا زاړه دي).

تر دې ځايه خو سمه ده. لوستونکى به دا کوډونه که پر مشابهت ولاړ سمبولونه وي، که تشې (محض) نښې وي، دا به پيدا کړي او ځان به د شاعر هدف ته ورسوي؛ خو کله ناکله کوډونه دومره په اسانه په لاس نه راځي او په شعر کې ابهام محسوسوو.

دا ابهام که په لويديځ کې د سمبولېزم په مکتب کې و، که پخوا يا اوس په ختيځ کې دى، په مضر ابهام کې راځي. د دې مضر ابهام يو لامل د شلمې پېړۍ کره کتونکې انيد سټارکى په (له ګوتير نه تر اىليټه پورې؛ پر انګليسي باندې د فرانسي شاعرۍ اغېز) کې ياد کړى: ”سمبوليستان له ټولنې سره تړاو نه ساتي. دوى په دې اند دي، چې ټولنه د خپلې چټلۍ او جاهلانه شور له لاسه د دې جوګه نه ده، چې شاعر يې په اړه څه ووايي. د دوى(سمبوليستانو) شاعري د داخلي نړۍ شاعري ده، خلک او ټولنه ورته مهم نه دي”.

دويم لامل، په سمبولونو کې افراط دى.

درېيم لامل په کوډ کې د کوډ استعمال دى. ښايي يوه کلمه د يوې مانا کوډ وي او هغه مانا د بلې او هغه د بلې.

څلور لامل يې پر يوه کوډ باندې د ماناوو بارول دي. ښايي ىو کوډ د هغومره ماناوو ظرفيت ونه لري، چې يو شاعر پرې بار کړې وي. مثلا: له دېواله په نوې شاعرۍ کې د بندېزونو، سخت زړۍ، ثبات(ثابت قدمۍ)، خاموشۍ او ابديت نښه ده. په يوه شعر کې که (دېوال) راغلى وي، په دې پاسنيو کې به يا يوه مانا لري يا ټولې؛ خو له دې نه بهر که نورې مانا هم پر دې کوډ وربار شي او مثلا بې موجبه يې د پرمختګ يا بېوفايۍ يا اضطراب په مانا وکاروو، ابهام زېږوي او له لوستونکي نه لورى لودن ورکوي. همداسې ډبرې د کلکوالي له امله د ناعملې کېدونکو ارزوګانو په مانا اسانه درک کېږي، خو که بې تړاوه پرې نورې ماناوې هم بار شي، بيا ښه نه ده.

درېيم لامل يې د کوډ او مانا ترمنځ د تړاو نشت دى. د کوډ او مانا ترمنځ تړاو لکه مخکې مو چې وويل يا پر مشابهت، تضاد، تناسب ولاړ وي يا محض وي. يعنې يو کوډ د يوه ځاى، يوه وخت يا يوه څيز تشه نښه وي، چې موږ ته هغه څيز رايادوي؛ خو که د کوډ او مانا ترمنځ هيڅ تړاو نه وي؛ نو ابهام پيدا کېږي. مثلا: ايينه د ماضي، سپېڅلتيا، رښتينولۍ، تقليد او مقابلې کوډ دى؛ خو که د سنګ دلۍ يا ناکامۍ مانا ته يې وکاروو؛ نو ابهام پيدا کېږي.

زموږ له نوې شاعرۍ نه که د ابهام دا څو عيبه ووځي، ښه شاعري ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *