په سازمان کې د سیاسي چلندونو مدیریت کتاب، چې ایراني لیکوال ډاکټر علي رضائیان لیکلی له چاپه را ووت. دغه کتاب نوی پښتو ژبې ته امید اڅک را ژباړلی او ګودر کتاب پلورنځي خپور کړی دی.
نوموړی کتاب په سازمان کې د سیاسي چلندونو د مدیریته په اړه د ځوانانو لپاره مهم او په زړه پورې معلومات لري او د هغو کسانو لپاره چې په اوسنیو سیاسي سازمانونو کې کار کوي خورا اړین او ګټور معلومات لري . دوی کولی شي، په سازمانونو کې د ښه پرمختګ، د سیالانو د سیاسي توطئو د مخنیوي او په ټولنه کې د سیاسي قدرت، نفوذ او ځان ارزونې په برخه کې له دغه کتابه ګټه پورته کړي.
مینوال کولی شي دغه کتاب په کابل، کندهار، ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې تر لاسه کړي.