تاند- د یوه داسې تر ږغ چټک موټر پر جوړېدو کار روان دی چې سرعت یې په ساعت کې ۱۰۰۰ کیلومترو ته ورسېږي.

د دې موټر، چې بلډ هونډ (Bloodhound) نومېږي، جوړوونکي غواړي چې دا موټر د جنوبي افریقا په دښتو کې تجربه کړي.

څېړونکي هیله لري چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې به د موټر د سرعت موجود ریکارډ مات کړي.

د دې موټر د جوړونکو اوږدمهال پلان دا دی چې د موټر سرعت په ساعت کې ۱۶۰۰ کیلومترو ته ورسوي.

حاضردمه د موټر د سرعت ثبت شوی ریکارډ په ساعت کې ۱۲۲۸ کیلومتره دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *