تاند- د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې په سالنګ کې به ۴ نوي تونلونه جوړ کړي چې د هیواد د شمال او جنوب ترمنځ په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي.
د فواید عامې وزارت پر اساس، نوي تونلونه به د پُل خاکي – دوشي، اولنګ – دوشاخ ترمنځ جوړ شي.
د دې وزارت په وینا د دغو تونلونو پر جوړولو به ۱۶ سوه ملیون (یو ملیارد او ۶۰۰ سوه ملیون) ډالر پرې لګښت وشي.
د ټولګټو وزارت د ۲۰۱۷ م کال په جولای کې له یوې استرالیايي کمپنۍ سره په سالنګ کې د نوي تونل د ډیزاین قرارداد په نژدې ۲۰ ملیون ډالره لاسلیک کړ.
دا تونل به، چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالی به لري، د اسیايي پراختیايی بانک په مالي مرسته جوړ شي.
د فواید عامې وزارت وايي چې د سالنګ نوی تونل به په جنوبي سالنګ کې د اولنګ له سییمې پیل په شمالي سالنګ کې تر دوشاب سیمې پورې ورسېږي او دا به د سیمې تر ټولو اوږد تونل وي.
د سالنګ لار هر کال په ژمي د واورې له اورېدو سره بندېږي.
د سالنګ اوسنی تونل په ۱۹۶۴ م کال د پخواني شوروي اتحاد د انجنیرانو له لوري جوړ شو.
ویل کېږي چې افغانستان پر دغه تونل او سړک هماغه وخت ۶۳۶ ملیون ډالره لګښت کړی دی.
د سالنګ اوسنی تونل ۵ متره لوړوالی، ۶ متره پلنوالی او ۲ کیلومتره او ۷۰۰ متره اوږدوالی لري.
سالنګ تونل د افغانستان د نورو تاسیساتو په شان په کورنیو جګړو کې زیانمن شو. دا تونل او هغه ته په لاره برنډې، چې د راشو (برفکوچونو) د مخنیوي لپاره جوړې شوې وې، په ځانګړي ډول هغه مهال سخت زیانمنې شوې چې طالبانو احمدشاه مسعود ته په جګړه کې ماتې ورکړه او مسعود د شمال لور ته د تېښتې په مهال په تونل کې بمونه وچاودول.
د طالبانو له واکمنۍ راوروسته د افغانستان حکومت او نړیوالو مرستندویانو په لسګونه ملیون ډالر د تونل پر ترمیم لګولي خو لا هم دا تونل اساسي رغونې ته اړتیا لري.