دا هغه مرکز دی چې په نورو ستورو کې د ژوند د څرک لګولو لپاره پکې څېړنې کېږي

تاند- بریتانیايی ساینسپوهانو په نورو ستورو کې د ژوند یا ژوندي سارو د موندلو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي دي.

د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور له مخې د دغه هیواد د ۱۱ علمي مرکزونو پوهانو د خپلو هڅو د همږغولو لپاره یو مرکز جوړ کړی دی چې زموږ له خاورینې کُرې دباندې د نورو ژوو د موندلو لټه وکړي.

بریتانیايی ستورپوه سر مارتین رييس به د د دې نوې هڅې مشري کوي.

ساینسپوهان باوري دي چې له مځکې پرته په نورو کُرو او ستورو کې هم د ژوند امکانات شته
ساینسپوهان باوري دي چې له مځکې پرته په نورو کُرو او ستورو کې هم د ژوند امکانات شته

دې ډلې له تمویلوونکو ادارو ډېره لږه مرسته غوښتې ده. دوی په مرستندیو ږغ کړی چې د کال صرف یو ملیون پونډ ورکړي چې خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

ساینسپوهان باوري دي چې له مځکې پرته په نورو کُرو او ستورو کې هم د ژوند امکانات شته خو تر هغو د انسانانو رسېدل ګران کار دی مګر دوی هیله لري چې بالاخره به د تکنالوژۍ د پرمختګ په برکت انسانان لېرو ستورو ته ځان ورسولی شي.

One thought on “په ستورو کې د ژوندي سارو د موندلو لپاره د سایسنسپوهانو تازه هڅه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *