تاند- د سربیا پولیس وايي چې پرون په دغه هیواد کې یو افغان پناه غوښتونکی د هنګري پولې ته نژدې د مهاجرو ترمنځ په شخړه کې ووژل شو.
پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې شخړه کې، چې د کډوالو د دوو ډلو ترمنځ وشوه، دوه تنه نور ژوبل شوي دي.
د سربیا هیواد د هغې لارې په اوږدو کې پروت دی چې د بالکان مسیر یې بولي او کډوال هڅه کوي له دې طریقه ځانونه د جرمني او اتریش په شمول د اروپايي اتحادیې هیوادونو ته ورسوي.
د سربیا شمالي ګاونډي هنګري د دې لپاره چې له سربیا څخه خپل هیواد ته د مهاجرو د سېل مخه ونیسي، له دغه هیواد سره په پوله کې د دېوال جوړولو کار پیل کړی دی.
سږ کال تراوسه پوري هنګري تر ۸۰ زره ډېر پناه غوښتونکي ثبت کړي چې تر تېر کال ۴۳ زره او تر وړم کال ۲۰۰۰ زیات دي.
دغه هیواد ته اکثره ورغلي پناه غوښتونکي د افغانستان، عراق، سوریې او افریقايي هیوادونو اتباع دي.