تاند- د سربیا دفاع وزیر وايي، په دغه هیواد کې ۳ تنه د ۶۴ افغان پناه غوښتونکو د قاچاق د هڅې په تور نیول شوي دي.
د سربیا دفاع وزیر نن /سې شنبه/ وویل، پولیسو او د پوځ ګډې ګزمې دا کسان، چې یوه اومیندواره ښځه او یو تيخور ماشوم هم پکې شامل دي، پرون /دوشنبه/ له بلغاریا سره د سربیا په پوله کې ونیول.
ده همداراز وویل چې اکثره قاچاق کېدونکي افغانان نارینه دي خو د هغوی په منځ کې ۴ ښځې او یو تيخور ماشوم شامل دي.
اکثره افغانان د بالکان هیوادونو له لارې لوېدیځې اروپا ته ځان رسوي.
تېر کال تر یو ملیون ډېر پناه غوښتونکي، چې اکثره سوریه وال، افغانان او عراقیان ول، لوېدیځې اروپا ته لاړل.
خو سږ کال تراوسه پوري د تېر کال د ورته مودې په پرتله اروپا ته د تللیو پناه غوښتونکو شمېر تر نیمايي لږ دی.