تاند- د ننګرهار په سرخ رود ولسوالي کې نن په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل دي.

ویل شوي چې د حملې هدف د ملي اردو د جلب و جذب مرکز و.

راپورونه وايي، انتحاري چې پر موټرسایکل سپور و او په موټر سایکل کې یې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي ول، د جلب و جذب د مرکز له موټر سره ټکر شو.د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل:«په برید کې اردو ته ۱۲ جذب شوي کسان وژل شوي دي.»

د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري پېښه او د وژل شویو کسانو شمېر تایید کړ، ویې ویل چې حمله کوونکي له چاودېدونکو موادو بار موټر سایکل له موټر سره ټکر کړ.

د جنرال وزیري په وینا جذب شوي ځوانان له جلال اباده کابل ته بېول کېدل.

ده د ټپیانو شمېر ۲۶ تنه وښود.

خو د ننګرهار د ولایتي شورا رييس احسان الله شینواري وویل چې ۳۸ تنه ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *